EPISODE · Feb 7, 2023 · 1 MIN
"پښتو شمالي - "دوه لارې.mp3
from ====== "Durmuş sözleri", "Hoş Habar", "Hoş Habar aýdymlary" - Türkmenistanda gürleýän esasy diller(12 den 19) / "Words of Life", ""Good News", "Gospel Songs" - The Major Languages Spoken in Turkemenistan(No.12 to No.19) ===== · host Turkmenistan Words of Life 2
Puşto (puştun) demirgazyk - "Iki ýol".mp3 / Pushto(Pashto) Northern - "The Two Roads".mp3 //يوحنا 1 - د ژوندون کلام1کلام د ازل نه موجود وو او کلام د خُدائ پاک سره وو او هغه کلام خُدائ پاک وو، 2هغه د ازل نه خُدائ پاک سره وو. 3خُدائ پاک هر څيز د هغۀ په وسيله پېدا کړل، يو پېدا شوے څيز هم بغېر د هغۀ نه پېدا نۀ شو. 4او دغه کلام د ژوند سرچينه وه او هم دا د ټولو انسانانو دپاره نُور وو. 5او نُور په تيارۀ کښې ځليږى او تيارۀ پرې کله هم غالبه نۀ شوه. 6خُدائ پاک يو سړے راولېږلو چې نوم يې يحيىٰ وو. 7هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى. 8هغه په خپله خو نُور نۀ وو خو هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو. 9هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى. 10هغه په خپله هغه دُنيا ته راغلو کومه چې هغۀ پېدا کړې وه خو دُنيا هغه ونۀ پېژندلو. 11هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو. 12خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى، 13داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو. 14نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى. 15يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“ 16ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو. 17ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل. 18هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.
Embed this episode
Ready to play
"پښتو شمالي - "دوه لارې.mp3
No transcript for this episode yet
Similar Episodes
No similar episodes found.
Similar Podcasts
No similar podcasts found.