د مشال راډیويي مجله podcast artwork

PODCAST · news

د مشال راډیويي مجله

اوونیزه کلتوري خپرونه ده چې پکې د اوونۍ ادبي او فرهنګي خبرونه، له لیکوالو، شاعرانو او هنرمندانو سره خبرې او د نویو کتابونو په اړه معلومات خپرېږي.

Publisher-supplied feed metadata · PodParley refreshed May 16, 2023 · Source feed

  1. 39

    بشیر باران رنګینه او سنګینه شاعري کوي

    دا اوونۍ په خپرونه کې د افغانستان د پکتیکا د اورګون سیمې د یو پېژندل شوي شاعر بشیر باران پر ژوند او کار معلومات اوریدلی شئ. د نوموړي د شاعرۍ دوه کتابونه چاپ شوي چې «داو» او «داغ» نومېږي. د هغوی شعرونه د وخت لویو هنرمندانو هم ویلی چې پکې کرن خان هم شامل دی. د خپرونې کوربه نجیب عامر دی.

  2. 38

    شمس فګار وايي په پردېسۍ کې د پښتو ادب پالنه ډېر زیار غواړي

    دا اوونۍ په خپرونه کې د پښتونخوا د یو پېژندل شوي شاعر او فرهنګي شخصیت شمس فګار سره د هغوی پر ادبي او شخصي ژوند غږېدلي یو. نوموړی وايي، لکه څنګه چې یې په خپله پلرنۍ سیمه کې د ادب پالنه کوله، هماغسې یې په پردیسۍ کې هم خپل کار او زیار جاري ساتلی دی. د خپرونې په اوږدو کې د هغوی شاعري هم اورېدلی شئ.

  3. 37

    شاه سعود له روایتي شاعرۍ لرې د شعر خپله یوه نوې نړۍ لري

    شاه سعود خپله اتمه شعري ټولګه تازه چاپ کړه چې «یو څوک به راشي » نومېږي. هغه مشال راډیو ته وویل، کوشش یې وي چې هر کتاب یې له بل نه جلا وي. هغه وايي، یوازې په شعر کې یې فلسفه نه ده ګډه کړې بلکې د ژوند نورو چارو ته هم د فلسفې له زاویې نه ګوري. هغه مني چې فلسفه او شعر ځان ځان له نړۍ دي خو وايي دا چې خپله یې فلسفه لوستې ده نو ځکه یې په شعرونو د فلسفې وزرې خورې دي. په خپرونه کې د ښاغلي سعود خوږه شاعري هم اورېدلی شئ:

  4. 36

    غزل مومند وايي د شعر او هنر سره بې اندازې مینه لري

    غزل مومند وايي په شعر او هنر مین دی. نوموړی له تېرو څو لسیزو راهیسې شاعري کوي خو تر اوسه یې کتاب نه دی چاپ شوی. هغه وايي د ادب سره تړاو لرونکو کسانو له پکار دي چې خپله مطالعه ډېره کړي. په خپرونه کې د غزل مومند خوږه شاعري هم د هغوی په خپل غږ کې اورېدلی شئ:

  5. 35

    نوراغا نوراني په مساپرۍ کې هم پښتو ادب ته خدمت کوي

    نوراغا نوراني د ننګرهار ځوان شاعر دی چې له تېرو څو کلونو راهیسې دلته په اروپا کې ژوند کوي. نوموړی وايي، که څه هم دلته ژوند ډېر مصروف او په منډه دی، خو د دې باوجود یې هم د خپلې ژبې د خدمت لپاره تل هلې ځلې جاري ساتلې دي. موږ له دغه ځوان شاعر سره په مشال راډیويي مجله کې د هغه پر فن او ژوند غږېدلي یو.

  6. 34

    قطر مېشتو مساپرو شاعرانو سره خبرې

    دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې د مساپرو شاعرانو خبرې او شعرونه اورېدلی شئ. دا هغه شاعران دي چې د «پاک پښتو ادبي کاروان» غړي دي. دا تنظیم په دوحه قطر کې له تېرو شلو کالو نه ادبي فعالیتونه کوي.

  7. 33

    د ګلورین تازه ګڼه او د ودان سندره

    دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې له پېښوره د مېرمنو ادیبانو او شاعرانو د یوې مجلې ګلورین له مسوول افتاب ګلبڼ سره غږېدلي یو. دا مجله په جرمني کې مېشته لیکواله فهمیده کمال خپروي. په دې سربېره له ودان اتمانخېل سره د حجرو د بنډارونو پر اهمیت خبرې شوي. په خپرونه کې د ودان له سندرې او شاعرۍ هم خوند اخیستلی شئ.

  8. 32

    له قدرت الله درمان سره د هغه پر ژوند او کار خبرې

    قدرت الله درمان د افغانستان د خوست سیمې خوږ ژبی شاعر دی. نوموړی پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هېواد پرېښودو ته اړ شو او اوسمهال په امریکا کې ژوند کوي. موږ په مشال راډیويي مجله کې له نوموړي سره غږېدلي یو. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

  9. 31

    رحمت شاه سایل پر پښتو شعر خبرې کوي

    دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې له وتلي شاعر رحمت شاه سایل سره د هغه پر ژوند او فن غږېدلي یو. د سایل مینه والو د جون پر ۲۰مه د نوموړي ځانګړې ورځ ولمانځله او پر ټولنیزو رسنیو یې د هغه سره خپله مینه ښکاره کړه. موږ هم په همدې پلمه له ښاغلي رحمت شاه سایل سره خبرې کړي او د نوموړي د ژوند او کار پاڼې مو اړولې دي. د خپرونې کوربه نجیب عامر دی.

  10. 30

    د ډاکټر لیاقت تابان د خدمتونو ستاینغونډه او ګڼې مشاعرې

    دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ډاکټر لیاقت تابان د ادبي خدمتونو په درناوي د جوړې شوې غونډې حال هم درکوو. همدا رنګه په جنوبي پښتونخوا، ننګرهار او خوست کې د ترسره شویو مشاعرو راپورونو ته هم په خپرونه کې ځای ورکړل شوی دی.

  11. 29

    په جلال اباد او پېښور کې پسرلنۍ مشاعرې

    دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې په پېښور کې د رحمان بابا کلیزه عرس پر مهال د مشاعرې په اړه مرکه، په جلال اباد کې د نارنج ګل کلیزه مشاعرې په اړه راپور، له سندرغاړي راشد خان سره خبرې او نور مطالب اورېدلی شئ.

  12. 28

    ډاکټر حنیف خلیل: د غني خان پر ژوند او فن ډېر کار ته اړتیا ده

    غني خان د ۱۹۹۶ کال د مارچ په ۱۵مه د ۸۲ کالو په عمر کې له نړۍ سترګې پټې کړې وې. هغه د ۱۹۱۴ کال په دسمبر کې په هشتنغر کې د باچا خان په کور کې زوکړی و. د غني خان پر ژوند او فن وخت په وخت کتابونه لیکل شوي او دا لړۍ تر اوسه روانه ده. د پښتو ادب پوهاند وايي، غني خان پښتو شاعرۍ ته فلسفیانه خیالونه پیرزو کړي او په اسانه او کلیواله لهجه کې یې د خپلې شاعرۍ له لارې خلک ترې خبر کړي دي. د غني خان پر فن حنیف خلیل یو کتاب تازه چاپ کړی. دا کتاب غني غني ته نومېږي. حنیف خلیل د اسلام اباد په قاید اعظم پوهنتون کې د پاکستاني مطالعاتو د مرکز ډایرکټر دی. په خپرونه کې همدا رنګه د افغانستان د وتلي هنرمند استاد ګلزمان پر مړینه د هنرمندې نغمې مرکه هم اورېدلی شئ:

  13. 27

    ماښام خټک انګریزۍ ته د ژباړل شویو ټپو کتاب چاپ کړ

    دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې اورئ چې کراچۍ کې مېشت لیکوال، شاعر او مدافع وکیل ماښام خټک ټپې انګریزۍ ته ژباړلي او کتاب یې چاپ کړی دی. پر دې سربېره د زما داغستان کتاب د یوې بلې برخې ژباړه هم درته لرو. مشال راډیو هره اوونۍ دغه ادبي او کلتوري خپرونه تاسو ته وړاندې کوي چې پکې د معاصرو لیکوالو، شاعرانو او هنرمندانو سره د هغوی پر فن او کار خبرې کوو.

  14. 26

    شمع وزیر: زما سندرې د ولس د هیلو ترجمانې دي

    دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې، د بنو بکاخېلو د یو ځوان هنرمند شفیع الله شمع وزیر سره د هغه پر ژوند او کار خبرې شوې دي. نوموړی دا مهال په ابوظهبۍ کې د مساپرۍ شبې سبا کوي خو وايي، هنري فعالیتونه یې جاري ساتلي دي. په خپرونه کې د شمع وزیر ځینې خوږې سندرې هم اورېدلی شئ.

  15. 25

    سایره شمس: د مېرمنو شاعري اغېزناکه وي

    دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې د شاعرې سایره شمس سره د هغې پر شاعرۍ خبرې شوې دي. نوموړې د یوې سیاسي کورنۍ سره تعلق لري، د هغې په وینا پلار یې د باچاخان سپاهي پاتې شوی او د هغې یوه خور سمیرا شمس اوس هم سیاست کوي او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړې ده. له نوموړې سره نجیب عامر خبرې کړې دي.

  16. 24

    دروېش روښان ولې خپله شعري ټولګه نه خپروي؟

    دروېش روښان د معاصر پښتو ادب یو ځلنده نوم دی او د خپلې شاعرۍ له برکته یې زړونو ته لاره پیدا کړې ده. د نوموړي شعرونه د اوس مهال ګڼو سندرغاړو سندریز کړې دي خو کتاب یې لا تر اوسه نه دی چاپ کړی. په دې بنډار کې چې موږ ورسره د مشال راډیويي مجلې لپاره کړی، د نورو خبرو تر څنګ دا ځواب به هم واورئ چې دا خوږ ژبی شاعر ولې تر اوسه خپله شعري ټولګه نه خپروي؟

  17. 23

    عصمت زهیر: پخوانۍ سندرې په نوې موسیقۍ کې هم خوند کوي

    د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د پخوانیو سندرو په نوي انداز کې د ویلو په اړه معلومات درکوو. ځیني نوي هنرمندان پخوانۍ سندرې د نوې موسیقۍ سره بیا ځلې وايي چې ځینې یې مشهورې شي خو ځیني نور بیا و نه چلېږي. نور حال په مشال راډیويي مجله کې.

  18. 22

    پښتانه فلمستوري: ښه ده چې دلیپ کمار هند ته تللی وو

    د مشال راډیويي مجلې ګرانو اورېدونکو! دا ګڼه مو د بالیووډ د وتلي فلمي ستوري دلیپ کمار ژوند او کار ته ځانګړې کړې ده. موږ له پښتنو فلمي ستورو اصف خان، امان خان او ببرک اکبري سره د هغه د ژوند پاڼې اړولي او هڅه مو کړې چې د یوسف خان یا دلیپ کمار د ژوند په اړه لا زیات معلومات درکړو.

  19. 21

    نورستان د یو خبریال له سترګو وګورئ

    د مشال راډیويي مجلې ګرانو اورېدونکو، په یوه تازه ګڼه کې د نجیب عامر سلامونه قبول کړئ. دا اوونۍ په ننګرهار ګې د کتاب د مینه والو لپاره د یو ګرځنده کتابتون د فعالیت په اړه راپور لرو. د نورستان د ښایستونو او رواجونو په اړه مو له یوه سیلاني خبریال محمد زمان سهیل سره مرکه کړې او په پای کې د مشهور داغستاني لیکوال رسول حمزه توف د زما داغستان کتاب د یوې بلې برخې ژباړه هم درته وړاندې کوو. بدرګه مو کړئ.

  20. 20

    د راز اتم تلین، د باچاخان یاد، د خوست بنډارونه او زما داغستان

    د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې په پښین کې د ارواښاد راز محمد راز د اتم تلین، په سوات کې د باچا خان په اړه د مطالعاتي غونډې او په خوست کې د کورونا له وجې د فرهنګي فعالیتونو د ټکني کېدو راپورونه لرو. د غزل مومند یو تازه لیکلي شعر او د رسول حمزه توف د مشهور اثر زماداغستان یوې بلې برخې ته هم په خپرونه کې ځای ورکړل شوی دی.

  21. 19

    اسیر منګل وايي، کتابونه یې ملګري دي

    دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې د اسیر منګل سره د هغه پر ژوند او کار خبرې کوو. اسیر منګل د ادبیاتو استاد، خوږ ژبی شاعر، افسانه نګار او ژباړن دی، تر څنګ یې هغه په پېښور کې د منګل کتاب کور په نوم د کتابونو د خپرېدو او خرڅلاو مرکز هم لري.

  22. 18

    د مشال پرلیکه اختریزه مشاعره

    د مشال راډیو ګلالیو اورېدونکو، د اختر په مناسبت مو پرلیکه (ان لاین) مشاعره جوړه کړې وه چې پکې له سواته نوره احساس، له کوټې عصمت زهیر، له العینه دیدار وزیر، له کراچۍ ماښام خټک، له پېښوره فضل مومند، له دوحې ګلاب خان ګلاب له کلا سیف الله روزي خان شوق او له وزیرستانه محب وزیر برخه واخېسته. د خپرونې کوربه نجیب عامر دی.

  23. 17

    د مېکسیکو د یوې شاعرې د نظم پښتو ژباړه او نور مطالب اورېدلی شئ

    دا اوونۍ اورئ چې د پاکستان د قامي شاعر علامه اقبال شاعري چینایۍ ژبې ته وژباړل شوه، په کراچۍ کې مېشت شاعر ماښام خټک نه به د مساپرو ماښامونو حال واخلو. د میکسیکو د یوې معاصرې شاعرې هیمینیا ګونزېلېز د یو نظم پښتو ژباړه مو درته کړې او د زما داغستان کتاب یوه بله برخه هم په پښتو کې درته وړاندې کوو.

  24. 16

    د مولانا مړینه، د سیال ملاګوري شاعري او زما داغستان

    د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د نامتو هندي عالم او لیکوال مولانا وحیدالدین خان د ژوند او کار په اړه راپور، د خیبر د ملاګورو سیمې د یو ځوان شاعر سیال محمد سیال سره مرکه او د رسول حمزاتوف د کتاب زما داغستان د یوې بلې برخې پښتو ژباړه اورېدلی شئ.

  25. 15

    انور مانیروال او اقا خان هلال دوه خوږ ژبي شاعران

    د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د دوو خوږ ژبو شاعرانو انور مانیروال او د اقا خان هلال سره د هغوی پر ژوند او کار غږېدلي یو. انور مانیروال د صوابۍ د مانیرۍ کلي اوسیدونکی دی. نوموړي په ۱۹۷۰ کال کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. هغه شاعري کوي او ځیني غزلې یې په اولس کې ډېرې مشهورې شوې دي. نوموړی اوس مهال د درس او تدریس له شعبې سره تړلی دی او ماشومانو ته درس ورکوي. خو ترڅنګ یې د ادب سره هم خپل تعلق ته دوام ورکړی او لیکل کوي، مشاعرو ته ځي او په ادبي غونډو کې برخه اخلي. موږ ورسره د مشال راډیويي مجلې لپاره خبرې کړې دي. د خپرونې دویم مېلمه مو هم شاعر دی او داسې شاعر دی چې له نغمې نېولې تر وږمې او نازیې ټولو سندرغاړو د هغه شعرونه ویلي دي. اقاخان هلال د افغانستان د پکتیکا ولایت د لستورو کلي اوسیدونکی دی. هغه اوس په خیبر پښتونخوا کې ژوند کوي. موږ ورسره مرکه کړې چې د خپرونې په غږیزه برخه کې یې اورېدلی شئ:

  26. 14

    د سیوري ښکالو او د انقلاب ترانه

    د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې دا ځل د خوږ ژبي شاعر ساجد بهار سره د هغه په نوې شعري ټولګې « د سیوري ښکالو » او د ځوان هنرمند نجیب همدرد سره د هغه په نوې ثبتې کړې ترانې غږېدلي یو. دواړه با استعداده ځوانان دي او د شعر او هنر پوهان ترې د لا نور ځلېدو هیله لري. خپرونه دلته اورېدلی شئ:

  27. 13

    دروېش روښان د پښتو روښانه سباوون غواړي

    د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې د درویش روښان مرکه اورېدلی شئ. نوموړی ځوان خوږ ژبی شاعر دی چې تر اوسه یې ګڼ شعرونه سندرغاړو سندریز کړي دي. دروېش روښان وايي، په خپلو شعرونو کې یې د لر او بر افغانانو دردونه انځور کړي دي. نوموړی د کابل دردونه ژاړي، د پېښور په خالاتو خپه کېږي او د پښتنو د بدې ورځې د ښه کېدو لپاره د شعر د لارې د خلکو د پیوستون غوښتنه کوي.

  28. 12

    غزل مومند وايي، ژوند سره مینه لري او ژوندۍ غزلې لیکي

    غزل مومند د مترقي ادبي یون ملګری او د ژوند پرستو شاعرانو د لار لاروی دی. دې شاعر له موندو نیولې، تر پېښور او کراچۍ پورې د غزل د سینګار لپاره سفر کړی او د وخت لویو غزلبولو شاعرانو سره نږدې پاتې شوی. د هغوی سره ناستې ولاړې نوموړي ته ډېر څه ورکړي چې هغه یې اوس د رنګین غزل او تاند شعر په توګه پر خلکو وېشي. موږ ورسره د مشال راډیويي مجلې لپاره خبرې کړې دي.

  29. 11

    پاکستان کې د مطبوعاتو او حقونو فعالانو غږ څومره محدود شوی؟

    په پاکستان کې د رسنيو مالکان، خبريالان، فعالان او بشري حقونو سازمانونه ادعا کوي چې ددې هېواد حکومت او پوځ پر مطبوعاتو يوشمېر محدوديتونه لګولي دي خو دوی دواړه دا ادعاوي ردوي. په پاکستان کې د مطبوعاتو او حقونو فعالانو غږ تر کومه حده محدود کړل شوی دی؟ دا او نورې پوښتنې په اسلام اباد کې د بې پولې خبريالانو سازمان استازي اقبال خټک او د خيبر يونين اف جرنلټس مشر فدا خټک سره څېړل شوې دي.

  30. 10

    مشال راډیويي مجله: په پښتو موسیقۍ کې قوالي

    د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د قوالۍ په اړه معلومات درکوو؟ د خپرونې په اوږدو کې د پښتنو شاعرانو، پخوانیو او اوسنیو سندرغاړو او همدارنګه د موسیقۍ د استاذانو سره خبرې کوو او د دې خبرې د معلومولو هڅه کوو چې قوالي په پښتو موسیقۍ کې څه مقام لري؟ څنګه یې پرمختګ کړی؟ مشهور قوالي ویونکي یا قوالان مو څوک وو؟ او په پښتو موسیقۍ کې د قوالۍ سباوون به څه وي؟

  31. 9

    شعیب لودین د خپل نوي فلم کیسه کوي

    شعیب لودین یو افغان فلم جوړونکی دی چې زدکړې یې په هند او کینیډا کې کړي او اوس « پراجیکټ پشاور » په نوم یو نړیوال فلم کې کار کوي. د نوموړي په وینا فلم په نړیوال معیار جوړیږي او زر به د نړۍ په بیلا بیلو ښارونو کې نندارې ته وړاندې شي. د مشال همکار عبدالحۍ کاکړ ورسره خبرې کړې دي.

  32. 8

    د مشال راډیويي مجله: د ډاکټر جمیل پانیزي ژوند او کار

    د مجلې به دې ګڼه کې نجیب عامر د خانوزۍ د خوږ ژبي شاعر ډاکټر جمیل الرحمان پانیزي سره خبرې کړې دي. نوموړی په برتانیه کې ژوند کوي، په دې وروستیو کې پراګ ته راغلی و نو د مشال راډیويي مجلې سره یې د خپل کار او ژوند په اړه خبرې کړي. نو راځئ د دې اونۍ مجلې ته غوږ شو.

  33. 7

    د سوات د یو سیلاني خبرې

    د مجلې په دې ګڼه کې نجیب عامر د سوات دیو لیکوال، کتاب خپرونکي او سیلاني فضل ربي راهي سره د هغه په ژوند او کار خبرې کړي دي. ښاغلی راهي اوس مهال په برتانیه کې ژوند کوي او تېرو ورځو کې پراګ ته راغلی و نو د مشال راډیو سره یې خبرې کړي دي، راځئ مجلې ته غوږ شو.

  34. 6

    مشال مجله: علي باباخان صوفي میوزک غږوي

    علي بابا خان ځوان پښتون هنرمند دی چې له تېر څه مهال نه یې فعالیت پیل کړی او وايي چې د پښتو موسیقۍ په میدان کې نوې تجربې کول غواړي. نوموړي په مشال راډیويی مجله کې د څرګندونو پر مهال وویل چې د صوفي موسیقۍ مینه وال دی. نورې خبرې او سندرې په مشال راډیويي مجله کې واورئ.

  35. 5

    مشال مجله / د استاذخیال محمد ژوند او کار ته کتنه

    د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې د استاذ خیال محمد د کار او ژوند په اړه معلومات اورئ. د خپرونې کوربه نجیب عامر دی او د موسیقۍ او شعر پوهان یې غږولي دي.

  36. 4

    فجي ګل د صوابۍ د زمزمو شاعر

    د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې مو د صوابۍ د مرغز سیمې د یو خوږ ژبي شاعر فجي ګل سره د هغوي په ژوند او کار خبرې کړې دي. نوموړی په ترنم کې خپل شعرونه وړاندې کوي او د موسیقۍ په سر او تال هم پوهيږي. د خپرونې کوربه نجیب عامر دی.

  37. 3

    مشال مجله: زمزمې نه مري او فضل واحد استاذ

    د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې اورئ چې په مومندو کې پنځلس کاله پس په یو کلي کې مشاعره وشوه. د افغانستان حکومت وايي په ایف ایم راډیو ګانو د زمزمو مخه څوک نشي نیولی. د کلیوال خټک او ثمرنافذ شعرونه د هغوي په خپلو غږونو کې اورئ، نور مطالب هم پکې ځای شوي دي.د خپرونې جوړونکی نجیب عامر دی.

  38. 2

    عرفان کمال وايي د کلاسیکې موسیقۍ پلوي دی

    عرفان کمال ځوان پښتون هنرمند دی. د استاذ فضل ربي نه ورته فن په میراث کې پاتې دی. دی وايي پلار یې لوی ارمان درلود چې د هغه په اولادونو کې دې لږ تر لږه یو، د هنر سره مینه وکړي او د موسیقۍ هغه ډیوې چې کلونه پخوا دغه ستر هند بلې کړې وې، همداسې روښانې وساتي. په مشال راډیويي مجله کې پرې غږېدلي یو.

  39. 1

    د مشال مجله: کوه نور غمی د چا دی؟ او سوات ته څوک ور روان دي؟

    د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې د کوه نور الماس پر سر د تازه ناندریو نه خبریږئ. دا به هم واورئ چې سوات کې د امن د پرځای کېدو وروسته بهرني سیلانیان هلته روان دي او د مالک په نوم په یو پاکستاني فلم بندیز اعلان شوی دی.

Type above to search every episode's transcript for a word or phrase. Matches are scoped to this podcast.

Searching…

We're indexing this podcast's transcripts for the first time — this can take a minute or two. We'll show results as soon as they're ready.

No matches for "" in this podcast's transcripts.

Showing of matches

No topics indexed yet for this podcast.

Loading reviews...

ABOUT THIS SHOW

اوونیزه کلتوري خپرونه ده چې پکې د اوونۍ ادبي او فرهنګي خبرونه، له لیکوالو، شاعرانو او هنرمندانو سره خبرې او د نویو کتابونو په اړه معلومات خپرېږي.

HOSTED BY

مشال راډیو

Produced by mashaalradio.com/ rferl.org

CATEGORIES

Frequently Asked Questions

How many episodes does د مشال راډیويي مجله have?

د مشال راډیويي مجله currently has 39 episodes available on PodParley. New episodes are automatically indexed when they're published to the podcast feed.

What is د مشال راډیويي مجله about?

اوونیزه کلتوري خپرونه ده چې پکې د اوونۍ ادبي او فرهنګي خبرونه، له لیکوالو، شاعرانو او هنرمندانو سره خبرې او د نویو کتابونو په اړه معلومات خپرېږي.

How often does د مشال راډیويي مجله release new episodes?

د مشال راډیويي مجله has 39 episodes. Check the episode list to see recent publication dates and frequency.

Where can I listen to د مشال راډیويي مجله?

You can listen to د مشال راډیويي مجله on PodParley by clicking any episode. We provide an embedded audio player for direct listening, and you can also subscribe via your preferred podcast app using the RSS feed.

Who hosts د مشال راډیويي مجله?

د مشال راډیويي مجله is created and hosted by مشال راډیو.
URL copied to clipboard!