نړۍ  - مشال راډیو podcast artwork

PODCAST · news

نړۍ - مشال راډیو

مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه او خپلواکه خبري اداره ده.

  1. 0

    په ایران کې د مظاهرو تر شا څه دي؟

    په ایران کې د پولیسو په تحویل کې د مهسا امیني په نامه د یوې ښځې د مړینې پرضد په مظاهرو کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي. ایرانیو اخلاقي پولیسو ۲۲ کلنه امیني د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب د قانون سرغړونې په تور نیولې وه چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه مړه شوه. مظاهره چیان وايي، هغه د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې. هلته ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې پر مهال خبري کنفرانس ته ویلي دي چې د پېښې پلټنې کوي. په ایران کې مو د مظاهرو په اړه د پېښور د مینېجمنټ ساینسز انسټيټیوټ د نړیوال دفتر له مشر او د ایران چارو له پوه سکندر خان سره خبرې کړې دي او ورڅخه مو پوښتلي چې د مظاهرو لامل څه دی؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

  2. -1

    د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ خپلځان بخښلی شي؟

    د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل هېواد په اساسي قانون کې د ورکړل شوي واک له مخې د ځينو کسانو په حق کې د بښنې فرمان صادرولی شي. خو نوموړی د دې فرمان له مخې خپلځان بخښلی شي او که نه؟ همدا پوښتنه راته د امريکا په مېشېګن ايالتي پوهنتون کې د قانون سکول استاد براين کالټ ځوابوي.

  3. -2

    یونیسېف وايي کورونا کړکېچ د ماشومانو حقونو په کړکېچ اوړي

    په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د خيرښېګڼې چارو ادارې "يونيسېف" ويلي، د کورونا وبا له لاسه جوړ روغتيايي کړکېچ د ماشومانو حقونو په يوه بحران بدلېدونکی دی. ادارې وېره ښودلې که د نړۍ اړمنو کورنيو او د هغوی ماشومانو ته پر وخت صحي او خوراکي مرستې و نه رسي نو لکونه ماشومان به ومري. د هارون باچا راپور

  4. -3

    کورونا وبا به جنګ ځپلي هېوادونو ته قحط راولي

    ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کورونا وبا له وجې ښايي د نړۍ يوشمېر غريب او جګړو وهلي هېوادونه، چې افغانستان هم پکې شامل دی، د خوړو له شديد کمښت سره مخامخ شي. د خوړو نړيوالې ادارې مشر ويلي، د دغسې يوه بحران د مخنيوي لپاره د م.م او حکومتونو ګډ او چټک کار ته اړتيا ده. د هارون باچا په رپورټ

  5. -4

    حکومتونه دې د ماشومانو خیرښېګڼې ته پام وکړي: ګویتېرېش

    د ملګرو ملتونو جنرل سېکرټري انتونیو ګوتېرېش د نړۍ له حکومتونو غوښتي چې د کورونا وبا په حالت کې د ماشومانو، په تېره هغه چې بېوزلي دي، د صحت، تعليم او خیرښېګڼې چارو ته توجه وکړي. په خيبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو فعالان د نوموړي غږ بدرګه کوي او وايي چې ماشومانو ته طبي او نورې ضروري مرستې رسول د نړيوالو ادارو او حکومتونوذمه واري ده. د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د حکومتي تحريک انصاف ګوند يوه غړې وايي، دوی هڅې پيل کړي چې د ماشومانو د حقونو خوندي کولو لپاره قانون سازي وکړي.  د هارون باچا رپورټ اورو.

  6. -5

    'چین نېږدې یو میلیون یوغوریان په کېمپونو کې ساتلي دي'

    د چین په سیکیانګ کې د یوغور مسلمانانو دفاعکوونکیو یوې ډلې ویلي د نیزدې ۵۰۰ کیمپونو او جیلونو په اړه يي مالومات راټول کړي. د دوی په ادعا د چین حکومت نېږدې یو میلیون یوغوریان پکې ساتلي دي. په دغه اړه د اې ایف پي خبري اژانس د یو راپور مهم ټکي شاهین بونیری وړاندی کوي.

  7. -6

    د نیوزیلېنډ په کرایسټچرچ جومات کې ژوبل پښتون د سترګو لیدلی حال وايي

    د نیوزیلینډ پولیس کمیشنر وايي، د کرایسټچرچ په مرکز کې د جمعې په ورځ (مارچ پر ۱۵مه) پر دوو جوماتونو په ډزو کې ۴۹ کسان وژل شوي دي. مایک بوش خبریالانو ته وویل، چې ۴۱ تنه په یوه جومات کې او اووه تنه په بل جومات کې وژل شوي یوه ژوبل یې په روغتون کې ساه ورکړې ده. د نیوزیلېنډ کرایسټچرچ سیمې یو پښتون هستوګن میرویس وزیري چې په برید کې ژوبل شوی دی د خپلو سترګو حال د مشال راډیو خبریال ظفر خان ته ووایه.

  8. -7

    'د بریتانیا نوی حکومت به ستونزې ولري'

    د بریتانیا په ټاکنو کې محافظه کاره (کنزروېټيو) ګوند تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلي، خو لا هم په خپلسر د حکومت جوړولو جوګه نه دی. ځکه د حکومت جوړولو لپاره ۳۲۶ څوکیو ته اړتیا لري. د غير رسمي نتيجو له مخې محافظه کار ګوند تر ۳۱۸ او کارګر ګوند تر ۲۶۲ پورې پارلېماني څوکۍ ګټلې. په لندن کې خبريال عادل شازېب د مشال راډيو له خبریال اسرار عالم مومند سره په خبرو کې وویل داسې ښکاري چې د بریتانیا نوی حکومت به ځوړند یا هېنګ وي او له ډېرو مشکلاتو سره به مخامخ شي ځکه چې له اروپايې ټولنې د بریتانيا د وتو او پر نورو موضوعاتو باندې د ټولو سياسي ګوندونو جلا جلا نظرونه دي.

  9. -8

    د ترکیې اییني بدلون سیاسي نظام کوم لوري ته بیايي؟

    په ترکیې کې ولسمشر رجب طیب اردغان او انتخاباتي کمېشن د یکشنبې پر ورځ په شوې ټولپوښتنه کې د واکمن انصاف او پرمختیا ګوند بریا اعلان کړې. اپوزیشن تېره ورځ وویل، د ټولپوښتنې نتیجه ننګوي ځکه چې د دوی په اند پکې ټګي شوې. اردغان دا ټولپوښتنه د ولسمشر واک پراخولو لپاره په اساسي قانون یا ایین کې د بدلون په موخه کړې چې په رسنیو کې ورته د لوی بدلون په سترګه کتل کېږي. د پراګ په انګلو امریکايي پوهنتون کې مو د ترکیې چارو له پوهې او استادې پېلېن عیان موسل سره خبرې کړې دي او ورڅخه مو وپوښتل چې ریښتیا هم دا په اساسي قانون کې ډېر لوی بدلون دی؟

Type above to search every episode's transcript for a word or phrase. Matches are scoped to this podcast.

Searching…

We're indexing this podcast's transcripts for the first time — this can take a minute or two. We'll show results as soon as they're ready.

No matches for "" in this podcast's transcripts.

Showing of matches

No topics indexed yet for this podcast.

Loading reviews...

ABOUT THIS SHOW

مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه او خپلواکه خبري اداره ده.

HOSTED BY

مشال راډیو

Produced by mashaalradio.com/ rferl.org

CATEGORIES

Frequently Asked Questions

How many episodes does نړۍ - مشال راډیو have?

نړۍ - مشال راډیو currently has 9 episodes available on PodParley. New episodes are automatically indexed when they're published to the podcast feed.

What is نړۍ - مشال راډیو about?

مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه او خپلواکه خبري اداره ده.

How often does نړۍ - مشال راډیو release new episodes?

نړۍ - مشال راډیو has 9 episodes. Check the episode list to see recent publication dates and frequency.

Where can I listen to نړۍ - مشال راډیو?

You can listen to نړۍ - مشال راډیو on PodParley by clicking any episode. We provide an embedded audio player for direct listening, and you can also subscribe via your preferred podcast app using the RSS feed.

Who hosts نړۍ - مشال راډیو?

نړۍ - مشال راډیو is created and hosted by مشال راډیو.
URL copied to clipboard!