Skip to content
سروې podcast artwork

سروې

by مشال راډیو

د ښځو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه. هره اوونۍ له یوې داسې نجلۍ یا ښځې سره خبرې کېږي چې لوی کارونه یې کړي وي.

From the show's RSS feed, refreshed Feb 26, 2023. Source feed.

Subscribe Bookmark

Episodes

  1. عذرا په خپلې شاعرۍ کې د مېرمنو د حقونو پالنه کوي.

    په سروې خپرونه کې مو د چارسدې عذرا ګل مېلمنه ده. نوموړې د خپلې شاعرۍ له لارې پر مېرمنو د کورني تشدد خلاف غږ پورته کوي. عذرا ګل په پښتو کې ماسټري کړې ده او د اېم فل تېاری کوي. له نوموړې سره خبرې د غږ په ځای کې واورئ.

  2. د باجوړ حمیده په هالینډ کې خپل کاروبار چلوي

    په سروې خپرونه کې مو له نیدرلینډز (هالینډه) حمید ساپۍ مېلمنه ده. نوموړې له تېرو څلورو کلونو راهیسې هلته ژوند کوي او څه موده کېږي چې هلته د خوړو پخولو او خلکو ته یې د رسولو کار کوي. له نوموړې سره خبرې د غږ په ځای کې واورئ.

  3. مهرالنسا اکبر وايي، د استاد ښه رویه ماشومانو لپاره اړینه ده

    په سروې خپرونه کې مو له مردانه مهرالنسا اکبر مېلمنه ده. نوموړې استاده ده او نن سبا په مردان کې د یو سکول مشره ده. هغه د برټش سکول مردان د څلورو څانګو مشري کوي او د پرنسپلانو او تنظیموونکو، استادانو لپاره پالیسي جوړوي. له هغې سره ملیحه امیرزاده خبرې کړي دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

  4. سلګۍ غزل خپله شاعري ټولو ته رسول غواړي

    په سروې خپرونه کې مو دا ځل له افغانستانه سلګۍ غزل مېلمنه ده. سلګۍ یوه شاعره ده. دا اوونۍ مو په پروګرام کې د هغې پر ادبي هلو ځلو او ژوند خبرې کړې دي. د پروګرام کوربنه ملیحه امیرزاده ده.

  5. د ښځو ځواکمنولو ادارې کارمنده ښایسته یاسمین مو مېلمنه ده

    د اسلام اباده ښایسته یاسمین د 'عکس' په نوم له یوې غیر سرکاري ادارې سره کار کوي. دغه اداره د میډیا له لارې د ښځو ځواکمنۍ او جنسي برابرۍ لپاره کار کوونکې یوه څیړنیزه اداره ده. دغه اداره په دې باور ده چې د صنفي مساوات له لارې دومداره ترقي یقیني کېږي. د هغې لپاره دغه اداره د روزنې او مشاورت له لارې د...

  6. لوبې خوداعتمادي، د وطن مینه او زغم پیدا کوي: ګلنار خټک

    په سروې خپرونه کې مو د خیبر پښتونخوا د مردان ضلعې د لوندخوړ اوسېدونکې ګلنار خټک مېلمنه ده. نوموړې د لوبو په میدان کې لاسته راوړنې لري او ترڅنګ یې ټولنیزه فعاله هم ده. خټکه په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د هاکي د ښځو د لوبډلې عمومي سېکرټره پاتې شوې ده او په یوشمېر نړیوالو لوبو کې یې د خپلې ډلې د...

  7. خبریالي مې مسلک او غرختنه مې شوق دی: رشنا ضمیر

    له باجوړ سره تړاو لرونکې رشنا ضمير د مشال راډیو د سروې خپرونې مېلمنه ده. هغه دامهال په اسلام اباد کې په يوه شخصي ټېلېويژن ((هم پښتو ون)) کې خبرونه وړاندې کوي. له دې پرته رشنا غرختونکې هم ده او په بېلابېلو سياليو کې يې برخه هم اخيستې ده. له رشنا ضمير سره ملیحې امیرزاده مرکه کړې ده.

  8. سیاست کې د پښتو ښځو فعاله ونډه اړینه ده: ثنا ګلزار

    په سروې خپرونه کې مو له پېښوره ثنا ګلزار مېلمنه کړې. نوموړې سیاسي او د بشري حقونو فعاله ده او د عوامي نیشنل ګوند غړیتوب لري. ګلزار په اګست کې د ګوند د ځوانانو د چارو د ښځینه څانګې سېکرټري منتخبه شوه. نوموړې د سیاسي فعالیتونو ترڅنګ د پېښور های کورټه وکیله ده او اکثر د کورنیو لانجو قضیې پر مخ وړي.…

    more
  9. په سروې خپرونه کې د ليکوالې او استادې، تبسم مجيد سره خبرې

    په سروې خپرونه کې دا ځل ليکواله او د پوهنتون استاده، تبسم مجید مېلمنه ده. هغې تازه په سوات کې د طالبانو او وسله والو د شخړو په اړه يو کتاب ليکلی دی. د نوموړې د ژوند او کار په اړه فرخنده اسد ورسره خبرې کړې دي.

  10. د مسرت تبسم ژوند او کار ته کتنه

    دا اوونۍ مو له چارسدې څخه مسرت تبسم مېلمنه ده. نوموړې د چارسدې د سکندر خان ډېرو کلي اوسېدونکې ده. هغې هلته د ۲۰۰۰ز کال راهیسې په خپل کور کې یو کمیونټي سکول خلاص کړی دی او هلته تقریباً ۱۶۰ زده کوونکو ته سبق ښيي. د هغې په طالبعلمانو کې هلکان او نجونې دواړه شامل دي. مسرت وايي وکالت یې کول غوښتل خو د...

  11. د وږمې فېروز ژوند او کار ته کتنه

    دا اوونۍ مو وږمه فېروز مېلمنه ده. نوموړې په دې وروستیو کې د مذهبي ازادي یا مذهبي رواداري په اړه د وړو فلمونو په یوه سیالي کې لومړی مقام ګټلی. د هغې شاوخوا څلور منټه دستاویزي فلم په دې جوړ دی چې یوه مسیحي ښځه څرنګه په سوات کې د ښځو ارایش ګاه (بیوټي پارلر) چلوي او پکې کارکوونکي نجونې له مختلفو...

  12. د پوليس افسرې انیله ناز ژوند او کار ته کتنه

    دا اوونۍ مو په سروې خپرونه کې له پېښوره انیله ناز مېلمنه ده. نوموې د پېښور ډي اېس پي یا ډپټي سپرنټنډنټ اف پولیس ده. انیله په خېبر پښتونخوا کې د ټرافیکي پولیسو لومړۍ ښځېنه افسره ده. له انیله ناز سره ملیحې امیرزاده خبرې کړې دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.​

  13. د خبریالې رضیه محسود ژوند او کار ته کتنه

    دا اوونۍ مو په سروې خپرونه کې له جنوبي وزیرستانه رضیه محسود مېلمنه ده. نوموړې په سیمه کې یوازینۍ ښځینه خبریاله ده. هغه له ټي اېن اېن راډیو، انډیپنډنټ اردو او ډان ورځپاڼو سره هم کار کوي. رضیه پر فیسبوک او یوټیوب چینلونو خپلې پاڼې هم لري او په ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي. هغه د دې تر څنګ یوه ټولنیزه...

  14. په کال کې يو ځل د غاښونو معاينه ضروري وي: ډاکټره صديقه

    دا اوونۍ مو په سروې خپرونه کې ډاکټره صديقه محسان مېلمنه ده. نوموړې له پېښور سره تعلق لري او د غاښونو ماهره ډاکټره ده. د خپروني کوربنه مليحه اميرزاده ده.

  15. د ښځو د حقونو پوهاوی مې هدف دی: ناهید اپرېدۍ

    دا اوونۍ مو په سروې خپرونه کې ناهید اپرېدۍ مېلمنه ده. نوموړې له خیبر سره تعلق لرونکې یوه ټولنیزه فعاله ده. ناهید د قبایلي سیمو د ښځو د حقونو لپاره په مختلفو پلیټ فارمونو غږ پورته کوي. هغه د تکړه قبایلي خویندو نومې سازمان په بنیاد اېښودونکو کې یوه ده. ناهید د خیبر لومړۍ ښځه ده چې د ۲۰۱۹ز کال د...

  16. افغان ميرمني سولې ته ليواله دي: حسنا کوثر

    په سروې خبرونه کې له افغانستانه حسنا کوثر مېلمنه ده. نوموړې یوه سیاسي او مدني فعاله، شاعره، لیکواله او خبریاله ده. هغه په ننګرهار کې د دوه خېریه ادارو مشري کوي. یوه یې کیږدۍ مدني ټولنه ده چې هغو بې سرپرسته ښځو ته د تعلیم او ژوند زمینه برابروي چا چې میندې او پلرونه په جنګونو کې بایللی وي. حسنا د...

  17. د باجوړ فاطمه اقبال په فزکس کې د سرو زور تمغه اخېستې

    په سروې خپرونه کې له باجوړه فاطمه اقبال او د هغې خاوند ثنا الله مو مېلمانه دي. فاطمه اقبال په فزکس کې د سرو زرو تمغه اخیستونکې هغه جینۍ ده چې د خاوند په مرسته یې په باجوړ کې د نجونو لپاره یو ښونځی پرانېستی دی. فاطمه ته په دا وررستیو کې یوت اف باجوړ په نوم د ځايي ځوانانو یو سازمان د ( وومن اف د…

    more
  18. د خبریالې ناهید جهانګیر ژوند او کار

    په سروې خپرونه کې له پېښوره ناهید جهانګیر مېلمنه ده. ناهید یوه خبریاله ده او نن سبا د پېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې اسسټنټ میډیا مینېجره ده. هغې په دې وروستیو کې د پاکستان پریس فاونډیشن په تحقیقاتی رپورټنګ کې په ټول ملک کې لومړی مقام حاصل کړی دی. له ناهید سره ملیحې امیرزاده خبرې کړې دي. خپرونه د…

    more
  19. ډاکټر رابعه پر نجونو د تشدد او ځوورنو د مخنیوي لپاره مبارزه کوي

    په سروې خپرونه کې د ایبټ اباد اوسېدونکې ډاکټر رابعه نور مېلمنه ده. هغې له برتانيا د ولسي روغتیا زدکړې کړي او دا مهال په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو او ښځو لپاره یوه غیر سرکاري اداره چلوي. له ډاکټرې رابعې سره زموږ همکارې ملیحې امیرزاده خبرې کړي دي.

  20. د ټانک ګل نسا د ملګرو ملتونو سوله ساتې پولیس افسره

    په سروې پروګرام کې مو دا ځل له ټانک سیمې ګل نسا کنډۍ مېلمنه ده. نوموړې په سوډان کې د ملګرو ملتونو د امن مشن لپاره د پولیس افسرې په توګه ګومارل شوې ده.‌ هغه وايي، د یو شمېر سختو ازموینو پس د دې جوګه شوه چې د ملګرو ملتونو مشن لپاره منتخبه شي. له ګل نسا سره زموږ همکارې ملیحې امیرزاده خبرې کړي‌ دي.‌

  21. بصیرت شینوارې د نجونو د تعلیم لپاره هڅې کوي

    په سروی خپرونه کې مو دا اوونۍ بصیرت شینوارې مېلمنه ده. نوموړې له خیبر ضلعې څخه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړې ده. شېنوارې وايي‌ چې په قبایلي ضلعو کې د نجونو تعلیم او د ښځو صحت په برخه کې د ښځو پر مسلو کار کول یې اجنډا ده. له بصیرت شینوارې‌ سره مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

  22. د ډاکټرې صایمې عابد ژوند او کار

    په سروې خپرونه کې مو دا اوونۍ ډاکټره صایمه عابد مېلمنه ده. ډاکټر صایمه د عامې روغتیا ماهره ده. هغه په خېبر پښتونخوا کې د عامې روغتیا اتحادیې یا پبلک هیلت ایسوسي اېشن مشره ده. هغه په یو شمېر نړیوالو ادارو کې د روغتیا په برخه کې کاري‌ تجربه لري. د دې تر څنګ هغه د استادۍ‌ له شعبې سره هم منسلکه ده او...

  23. د مدني فعالې زینب افغان ژوند او کار

    په سروې پروګرام کې مو له زینب افغان سره خبرې کړي دي. زینب افغان د افغانستان په خوست ولایت کې یوه مدني فعاله ده. هغه د ښځو لپاره د ارمان ټولنې مشري پر اساس خپل فعالیتونه پرمخ وړي. زینب په مختلفو حکومتي ادارو کې هم کار کړی دی، د نرسنګ زده کړو پر اساس یې روزونکې هم وه او یوه ښوونکې هم پاتې شوی ده....

  24. نجونې د ژوند په هره برخه کې د کار کولو جوګه دي: شهلا ګل

    د جنوبي وزيرستان شهلا ګل په تاي کوانډو سيالو کې د سرو زرو تمغې سره سره نورې جايزې هم ترلاسه کړي. شهلا ګل لوبو سره سره زده کړې هم کوي. شهلا ګل په سروې پروګرام کې ميلمنه ده. د پروګرام کوربنه مليحه اميرزاده ده.

  25. د نرسې شایسته ژوند او کار

    په سروې خپرونه کې نرسه شايسته جدون ميلمنه ده. شايسته په نرسنګ کې ايم فل کوي او په ليډي ريډنګ روغتون کې نرسه پاتې شوې ده. د پروګرام کوربنه مليحه اميرزاده ده.

  26. د ښځو جرګه به د دوي پر مسلو خبري کوي: وفا وزير

    وفا وزير د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند غړې ده. وفا وزيره سياست ته له راتلو وړاندې، فعاله هم پاتې شوې او د ښځو د حقونو سربيره یې د ځوانانو لپاره هم هلې ځلې کړي. نوموړې د خيرښګړې د يوې غيرسرکاري ادارې (زموږ ژوندون) مشره ده. د پروګرام کوربنه مليحه اميرزاده ده.

  27. مرسل احمدزۍ د پښتو ژبې کتابونه په غږيزه بڼه وړاندې کوي

    په بيلجم کې ميشت پښتنه فعاله مرسل احمدزۍ هلته کډوالو ته درسونه ورکوي. دا خبریاله هم پاتې شوې او په افغانستان کې يې له بيلا بېلو رسنيو سره کار هم کړی دی. مرسل د کتاب غږ په نامه يو ټيوب چينل جوړ کړې چې پکې د پښتو کتابونه په غږيزه بڼه وړاندې کوي. په سروې خپرونه کې مرسل احمدزۍ ميلمنه ده او د پروګرام...

  28. ښځي بايد په خپلو قانوني حقونو خبر شي: مهوش کاکا خېل

    په سروې پروګرام کې مو دا ځل مهوش مهب کاکا خېل مېلمنه ده. مهوش په پېښور های کورټ کې وکیله ده. هغه د نور ایجوکېشن ټرسټ په نوم د یوې غیر سرکاري ادارې سره هم کار کوي‌ او له بی وسو ښځو سره مفته قانوني مرسته کوي. مهوش د پاکستان جیورسټس ایسوسي ایشن د ښځو د څانګې صدره هم ده.‌ هغه په خیبر پښتونخوا کې د...

  29. د ښځو لپاره مبارزه مې له کوره پيل کړه: راحيله شکيل

    په سروې پروګرام کې مو دا ځل له راحیله شکیل سره خبرې کړي دي. راحیله د شعور فاونډیشن په نوم د یوې غیر سرکاري ادارې مشره ده. دغه اداره د جینکو تعلیم، صحت او د ښځود پیاوړی مولو تر څنګ په ټولنیزو مسلو کار کوي.‌ ملیحې امیرزاده ورسره خبرې کړي‌ دي.‌

  30. رېحانه ګل د "زړه په سترګو" خبریالي کوي

    په "سروې" خپرونه کې مو دا اوونۍ له ریحانه ګل سره خبرې کړې دي.‌ هغه پېښور کې یواځېنۍ ښځینه ژورنالیسته ده چې په نابینا ده. نوموړې اوس مهال د پښتونخوا راډیو اف اېم کې د "مشالونه" په نوم یوه ځانګړې خپرونه پرمخ وړي. د ریحانه ګل د ژوند او کار په اړه خبرې په خپرونه کې واورئ. د خپرونې کوربانه ملیحه امیر...

  31. د شاندانه حمید ژوند او کار

    په "سروې" خپرونه کې مو دا اونۍ له شاندانه حمید سره خبرې کړې دي. نوموړې په پېښور کې خپل کاروبار پرمخ وړي.‌ هغه یوه ایوینټ منجمنټ کمپنۍ لري چې د ودونو او ورته خوشخالیو ترڅنګ نور پروګرامونه ترتیبوي.‌ د شاندانه حمید د ژوند او کار په اړه خبرې په خپرونه کې واورئ.

  32. د شازیه حنا ژوند او کار

    په "سروې" خپرونه کې مو دا اونۍ له شازیه حنا سره خبرې کړې دي. هغه په پېښور کې د ماشومانو خېر ښېګړې ادارو سره فعاله ده. نوموړې ‌نن سبا په پېښور کې له یو دارالامان سره کار کوي چې د یوې غیرسرکاري ادارې پروژه ده. مليحه امیرزاده د دې خپرونې کوربنه ده.

  33. د ډاکټرې جویریا حیات خان ژوند او کار

    په "سروې" خپرونه کې مو دا اوونۍ له ډاکټرې جویریا حیات خان سره خبرې کړې دي. هغه په کوهاټ کې په جي ایچ کیو ټیچنګ روغتون کې ډاکټره ده. ډاکټر جویریا په کوهاټ کې د ځوانانو ډاکټرانو د تنطیم یا ینګ ډاکټرز ایسوسي ایشن مشره هم ده. د نوموړې د ژوند او کار په اړه خبرې په خپرونه کې واورئ.

  34. د ښځو حقونو پوهاوی مې هدف دی: قندي صافۍ

    په سروې خپرونه کې مو دا ځل له پېښوره قندی صافۍ سره خبرې کړې دي. قندی صافۍ د (واک) په نوم د پښتنو ښځو د حقونو او پوهاوي‌ په مقصد جوړ د یو تحریک غړې ده. قندي صافۍ وايي، په خلکو کې پوهاوي پیدا کول یې هدف دې او دې لپاره به خپل کوښښونه جاري ساتي‌. د خپرونې کوربنه ملیحه امیرزاده ده.

  35. ډاکټره انیله خان د ځانګړو ماشومانو مرسته کوي

    په اسلام اباد کې د نفسیاتو ماهره ډاکټره انیله خان له ځانګړو ماشومانو سره کار کوي‌ چې خاصې پاملرنې ته ضرورت لري.‌ دا وايي‌ له اټیسټیک ماشومانو سره کار کوي او له داسې ماشومانو سره مرسته کوي چې په خبرو کې ستونزه لري. دا اونۍ د سروې خپرونې کوربنې ملیحه امیرزاده ډاکټره انیله خان مېلمنه کړې.

  36. کتابونه لوستل په ژوند کې مثبت بدلون راولي: روهيله افغان

    په سروې خپرونه کې مو دا ځل له روهیله افغان سره خبرې کړي ‌دي.‌ روهیله د اسلام اباد په یوه سکول کې په نهم جماعت کې زده کړې کوي. هغې د سکول په یوه نړیواله تقریري سیالۍ کې د سرو زرو تمغه اخیستې ده. روهیله وايي لیکل او مطالعه ېې خوښیږي او پر سوشل میډیا او ټیلي فون خپل وخت نه خرابوي.‌ هغه وايي‌ځوانان…

    more
  37. هنر په ژوند کې مثبت بدلون راوستي دي: اسما بي بي

    په سروې پروګرام کې مو دا ځل د صوابئ له اسما بي بي سره خبرې کړي دي. اسما بي‌بي د صوابئ پوهنتون یوه قابله زده کوونکی ده چې په سکالرشپ امریکا ته د زده کړو لپاره ورغلی ده. اسما بي بي وايي د پاکستان او امریکا د تعلیمي نظام کې یې ډیر فرق و لیدو. د هغې په خبره که څه هم د دې د لیدو صلاحیت ډېر کم دی،‌خو...

  38. پلوشه جلالزۍ ماشومان زده کړو ته رابولي

    پلوشه په بلوچستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو خیر ښېګړې ادارې (یونیسیف) یوه چارواکې ده. هغه د ماشومانو د تعلیم د چارو ماهره ده او د یونیسف د پروګرام مشري لاندې د بلوچستان له حکومت سره د تعلیمي حالت ښه کولو په لړ کې مرسته کوي. پلوشه د بلوچستان له قلا سیف الله سره تعلق لري خو ژوند یې په کوټه کې…

    more
  39. د اورکزو نوشین له خواښې خوشاله ده

    په سروې خپرونه کې د قبایلي سیمې له اورکزو اېجنسۍ سره تعلق لرونکې نوشین جمال اورکزی میلمنه ده.نوشین د قبایلي خور نیټ ورک مشره ده، هغه د فاټا اصلاحاتو لپاره هلې ځلې کوي، په دې برخه کې په غونډو او احتجاجونو کې هم برخه اخلي. د دې ترڅنګ نوشین جمال د قبایلي ځوانانو او ښځو د حقونو لپاره کار کوي. د…

    more
  40. معذورې په انسان کې نه بلکې په ټولنه کې وي

    په سروې خپرونه کې له دره ادم خیل سره تعلق لرونکې افشا اپریدی میلمنه ده. افشا اپریدی د معذوره خلکو لپاره له بېلا بېلو ادارو سره کار کوي. د خپرونې کوربنه انیسه اجمل ده

  41. د تکړه قبایلي خوېندو د مومندو ایجنسۍ استازه سیکنه رحمان مو په سروې کې میلمنه ده

    په سروې کې د تکړه قبایلي خویندو د مومندو ایجنسۍ استازی سکینه رحمان سره خبرې

  42. له ناهید حسېن سره خبری

    ناهید له سوات سره تعلق لري او دا وخت په فرنټیر ویمن کالج کې د مطالعه پاکستان استاده ده

About this show

د ښځو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه. هره اوونۍ له یوې داسې نجلۍ یا ښځې سره خبرې کېږي چې لوی کارونه یې کړي وي.

Hosted by

مشال راډیو

Produced by mashaalradio.com/ rferl.org

Categories

Frequently asked questions

How many episodes does سروې have?

سروې has 50 episodes on PodParley. The most recent episode was published on March 1, 2022.

What is سروې about?

د ښځو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه. هره اوونۍ له یوې داسې نجلۍ یا ښځې سره خبرې کېږي چې لوی کارونه یې کړي وي.

How often does سروې release new episodes?

سروې publishes monthly, based on its 50 episodes since December 2016.

Who hosts سروې?

سروې is created and hosted by مشال راډیو.
Link copied