PODCAST · business
Foundations for Achievement
by Pashto Radio
We Pashtuns always hear that our country needs development; economic development, political development, educational development, etc. What about personal character development? How can we develop our own minds and souls to live more fruitful lives and be better citizens of our country?Each program examines the importance of a specific proverb from the book of Proverbs of Solomon and discusses how these godly principles can be applied to our daily lives in order to help our personal development.
-
35
Management: Generosity
یو ریښتینی سخاوتمند سړی نه یوازې سرچینې شریکوي بلکې د خلکو په ژوند کې نظرونه هم کري ترڅو هغوی دې ته قادر کړي چې له خپلو ځانونو سره مرسته وکړي. سخاوت هم د فقر په شان د انسان د شخصیت یوه حصه کیدی شي، او که چېرې د خلکو چال چلن بدل نشي، نو هغوی به تل غریب پاتې شي. د بدلون لپاره خلکو ته امید او افزار ورکول د عاجلو اړتیاو د پوره کولو لپاره د مدد کولو خواخوږي نه ردوي. څوک چې غريبانانو له ورکړه (سخاوت) کوي نو د هيڅ شى محتاجه به نۀ شى، خو څوک چې په دوئ باندې سترګې پټوى نو هغوی به په لعنت کښې ګرفتار شى. د زړه له کومي سخي اوسئ غریبان دې ته قادر کړي چې له خپلو ځانونو سره مرسته وکړي غریبانو ته ښه خبر څه دی؟ عیسی
-
34
Management: Humility
عاجزي د خپل ځان په اړه د سم نظر درلودل دي، نه ډیر لوړ او نه ډیر ټیټ، بلکې داسې ووایو چې "زه چې هرڅه یم هغه د خدای په فضل سره یم". دا په دې معنی چې د خپلو ګناهونو په حقله صادق اوسئ، په ښکاره توګه اقرار وکړئ او هغه بس کړئ. عاجزي د پټولو لپاره هیڅ شی نلري او د ملامتۍ د شرم څخه پاک وي، او د ګناه څخه هم پاک وي. څوک چې خپله ګناه پټوي او په هغې پرده اچوي نو کامیاب به نه شي خو څوک چې په خپلو ګناهونو اقرار کوي او لاس ترې اخلي نو په هغه به رحم وشي. په خپلو ګناهونو پرده مه اچوئ په خپلو ګناهونو اقرار وکړئ او هغه بس کړئ له ملامتۍ، شرم او ګناه څخه خلاصون
-
33
Management: Honesty
صداقت د حقیقت او رښتیا ویلو لپاره دی، نه د دوکې او چل و ول لپاره. دا د هرې ټولنې اصلي ارزښت دی ځکه چې خلک د باور څخه کار اخلي. د بې ایمانۍ له امله، مونږ خپلې دروازې بندوو، له جرم او جنایت څخه زورېږو، پولیس او فوج لرو چې د جرم سره جګړه وکړي. د بې ایمانۍ اصلي لامل هغه ګناه ده چې په زړونو کې يې ځای نیولی دی، او عیسی مسیح د نړۍ د ګناهونو د لرې کولو لپاره راغلی دی. بد کاره انسان په خپلو خبرو کښې راګېر شى، خو صادق انسان د مصيبت نه بچ کيږى. صداقت په دې معنی ده چې انسان ګټور وي خلک د باور پرته پرمختګ نشي کولای ګناه ډیره ګرانه ده
-
32
Management: Ownership
د خپل د کاروبار د پرمخ وړلو لپاره، ډیر "رئیسان یا باداران" شتون لري چې تاسو یې په اړه پوهیدلو ته اړتیا لرئ. هغوی عبارت دي له دولت، بانکونه، پیرودونکي (ګاکان) او کارکوونکي. خدای انسان ته په ځمکه باندې واکمني ورکړې ده، او انسان د هغه څه سرپرست او وزیر دی چې هغه ته ورکول کیږي. یو خدای پرسته کاروباري به خپل خدای، خپلو خلکو او ټولنې ته په ذمه وارۍ سره خدمت وکړي. مالداره په غریبانو باندې حکومت کوي او پور اخیستونکی د پور ورکوونکي غلام دی. خدای هر څه ورکوي خدای خلک او سرچینې ورکوي چې ښه اداره شي یو ناظر خپل مالک ته ذمه وار دی
-
31
Productivity: Responsibility
یو وفادار شخص په کلکه مسوولیتونه په غاړه نیسي او حساب ورکوونکی، د باور وړ، او اعتباري وي. څوک یو وفادار سړی پیدا کولای شي؟ دا سړی د هغه څه لخوا تحریک کیږي چې سم دي، او له همدې اصولو سره سم ژوند کوي. عیسی د خدای وفادار خدمتګار وو او خپله سپارل شوې دنده یې بشپړه کړه. يو باورى پېغام وړونکی لکه د لو په موسم کښې د واورې د يخوالى په شان دی د هغه چا دپاره څوک چې هغه استوى، او هغه د خپل مالِک زړۀ يخوي. د وفادارۍ صفت د دندې مسوؤلیت (ذمه واري) اجرونه مومنانو ته رسیږي
-
30
Productivity: Facts
یو حقیقت هغه څه دي چې پیژندل شوي، ثابت شوي او ریښتیا دي او هغه معلومات دي چې شتون لري. ټول حقیقتونه یوازې له خدای سره دي، مګر مونږ کولای شو د ښه ژوند کولو لپاره ځینې ښه انګیرنې وکړو. دا ښه ده چې څومره چې مونږ کولای شو ډیر معلومات ترلاسه کړو ترڅو وشو کړای حقیقتونه وپیژنو. مونږ باید پوه شو، پام وکړو او حقیقتونه له پامه ونه غورځوو. یو کور د حکمت په بنیاد ودانیږي او د پوهې په وسیله هغه ټینګ ودریږي او کوټې یې د علم په وسیله د ښکلو او قیمتي خزانو نه ډکیږي. یواځې خدای پاک په هرڅه پوهېږي مونږ باید ټول ممکن معلومات ترلاسه کړو یوازې یو څو حقیقتونه مونږ ته بشپړ تصویر نه راکوي
-
29
Productivity: Planning
مونږ یو لید او منصوبې (پلان) ته اړتیا لرو ترڅو هغه لید ښه وپېژنو. د منصوبې په جوړولو کې ستراتیژۍ او هدفونه او یو منزل شامل دي. ایا زمونږ منصوبه ترلاسه کیدی شي، یا زمونږ لید ریښتینی کېدی شي؟ مونږ باید خپل ژوند په حقیقت او صداقت سره پلان کړو او د ښې پایلې ترلاسه کولو لپاره ټول کارونه په صادقانه توګه ترسره کړو. یو کور د حکمت په بنیاد ودانیږي او د پوهې په وسیله هغه ټینګ ودریږي او کوټې یې د علم په وسیله د ښکلو او قیمتي خزانو نه ډکیږي. خدای خپل پلانونه (منصوبې) پوره کوي مونږ د ودې لپاره لید ته اړتیا لرو په حقیقت کې منصوبه جوړه کړئ
-
28
Productivity: Direction
ایا خدای زمونږ ګامونه په مستقیمه لاره هدایتوي، یا مونږ د خپلې خوښې لارو باندې روان یو؟ که چېرې مونږ غواړو چې خدای مونږ ته لارښوونه وکړي، مونږ باید د هغه او د ځان سره صادق واوسو. که مونږ هغه څه وکړو چې سم دي او په حقیقت کې د ایمان له مخې حرکت وکړو، حتی که مونږ ځینې وختونه پوه هم نشو، هغه به خپل مقصد ته د رسیدلو دپاره زمونږ لارښوونه وکړي. د انسان د ژوند لاره مالک خدای ټاکلې ده، نو بیا څنګه څوک خپله لار پېژندلی شي؟ مونږ باید د خدای لاره وغواړو د خدای لاره سمه لاره ده د خدای لاره د ایمان او د خوښۍ لاره ده
-
27
Productivity: Common Sense
که مونږ د ستونزو او لانجو په اړه فکر وکړو او د هغه پوهې په کارولو سره چې مونږ یې لرو د هغې د حل کولو عملي لارې چارې ولټوو، مونږ کولای شو هغه حل لارو ته ورسیږو چې ساده او عاقلانه وي. د عیسی د "وروک شوی زوی" په داستان کې هلک په ساده ډول "خپل هوش ته راغی" او بېرته کور ته لاړ. که هغه طریقه چې مونږ یې ترسره کوو کار نه کوي، مونږ باید هغه بدل کړو او هغه څه وکړو چې نتیجه ورکوي. يو کور په حِکمت سره جوړيږي، او د پوهې په وجه هغه قائم پاتې کيږي. عام احساس عملي حکمت دی زیاتره وختونه ساده لاره نتیجه ورکوي هغه څه وکړه چې نتیجه ورکوي
-
26
Productivity: Productivity
ښه ځمکه کولای شي ښه حاصلات تولید کړي ځکه چې هغه حاصلخیزه ده، مګر هغه باید په ښه توګه وکرل شي، تخم وشیندل شي، خړوبه شي او پیداوار يې راټول شي. په همدې توګه، خلک ظرفیتونه لري، او مونږ باید هغو ته پراختیا ورکړو. سخت کار او تولید چې ښه تنظیم او سرپرستۍ سره ترسره شي، ډېر به اغیزمن وي. خدای مونږ ته حکم کوي چې "ګټور واوسئ". چرته چې غوَيى نۀ وى هلته اخور خالى وي، خو د غوَيي د طاقت په وجه ډېر فصل پېدا کيږي. ښه ځمکه حاصلخیزه وي یو فصل د ډیر فعالیت په وجه ترلاسته کېږي خپل "فصل" د ښه کیفیت او مقدار سره په اغیزمنه توګه حاصل کړئ
-
25
Productivity: Hard Work
یو محنتي مزدور په دې سوچ کوي چې خپل کارونه ترسره کړي، یو کار پای ته ورسوي او هغه په ښه توګه ترسره کړي. د دا ډول کاري اخلاقو او چال چلن سره، یو مزدور به د کار د سرته رسولو لپاره نوې، چټکې او غوره لارې ومومي او نور خلک به له هغه نه پیروي وکړي. محنتي مزدور مشر جوړېږي، خپلو وړتیاوو (قابلیتونو) ته وده ورکوي، قناعت پیدا کوي، او یو کار چې ورته سپارل کېږي هغه په شوق سره پای ته رسوي او په خدای باندې باور لري. محنتى لاسونه به حکومت کوى، خو لټي به درنه غلام جوړ کړي. کار په خپله یو اجر دی په ښه توګه يې ترسره کړه یو کار پای ته ورسوه
-
24
Productivity: Goals
لوی تصویر ته زمونږ د ژوند د هدف توګه په کتلو سره، زمونږ د خپل ژوند مقصد ګورو او دې مقصد ته د رسیدو لپاره، مونږ لنډمهاله او اوږدمهاله ستراتیژیو او هدفونو ته اړتیا لرو. مونږ باید د خپل ځانونو څخه او د خپل ژوند د هدفونو څخه باخبره واوسو او هغه هدفونه ولرو چې مونږ یې ټاکلی او ترلاسه کولای شو. که خدای مونږ ته لارښوونه وکړي چې خپل پلان او هدف ته ورسېږو، نو مونږ به واقعیاً بریالي شو، او زمونږ ژوند به لوی مقصد او معنی ولري. انسان په خپل زړۀ کښې ځان ته د تګ لاره جوړوى، خو مالِک خُدائ د هغۀ د قدمونو لارښوونه کوى. ستاسو لوی تصویر څه دی؟ اوږد مهاله او لنډمهاله پلانونه او منصوبې له خدای څخه وغواړئ چې ستاسو د منصوبو لارښودنه وکړي.
-
23
Productivity: Dependability
مونږ په قوانینو پورې تړلي یو لکه د ځمکې جاذبه او د لمر ثابت والی. په ورته ډول، باثباته خلک د باور وړ دي، په خپله خبره ولاړ دي، چټک دي، او د خپل وخت نه ښه ګټه پورته کوي. وخت د ارزښت وړ سرچینه ده چې نوي کیدی نشي، او هغه څوک چې خپل وخت او د نورو وخت ضایع کوي بریالي کېدلی نشي. مالِک خُدائ د دروغژونو شونډو نه نفرت کوى، خو هغه د هر هغه چا نه خوشحاله وى څوک چې رښتينى وى. د طبیعت (قدرت) قانونونه با ثباته دي مونږ باید په خپله خبره ودرېږو ثابت والی یو لويه ځانګړتیا ده
-
22
Productivity: Ambition
د یو چا د هڅولو لپاره، هغوی د مثبتو شیانو لکه د هغوی د امکاناتو او غوښتنو په اړه ورته هیله مندي ورکړئ، هغوی وهڅوي چې هغه لاسته راوړي او د کوښښونو جایزه ترلاسه کړي، هڅونه یا هیله مندي راوپاروي. یو ځواکمن سړی ځان چمتو کوي او د فرصتونو پسې ځي، کوم چې یو سخت کاره مزدور ته د مثبت چلند او بریالیتوب هیله مندي راځي. یو بوخت سړی ډیر امکان شته چې خپل مقصد ترلاسه کړي ځکه چې هغه خپل کار ته پلان یا منصوبه جوړوي. څوک چې په ګرمۍ کښې فصل راټولوي هغه هوښيار زوی دی، خو هغه زوی څوک چې د لو په وخت کښې خوب کوي د شرم باعث دی. د یو بوخت سړي څخه غوښتنه وکړئ چې دا کار وکړي مونږ ټول انرژي او وړتیا (قابلیت) لرو د هرې شېبې څخه ګټه پورته کړئ
-
21
Self Control: Forgiveness
بخښنه یا معافي ترلاسه کول او ورکول ضروري ده. لومړی، مونږ دا د خدای د فضل له لارې ترلاسه کوو چې مونږ ته د مسیح د قربانۍ لخوا ورکړل شوې ده. مونږ باید نور خلک وبځښو، ځکه چې خدای مونږ بځښلي یو، او مونږ باید خپل ځانونه وبخښو، ځکه چې مونږ نور د ګناه غلامان نه یو. د خدای او انسان تر مینځ د پخلاینې بله لاره نشته. د مینې او وفادارۍ له امله ګناه بخښل کیږي، د خدای له وېرې انسان له بدۍ او بلاګانو ساتل کیږي. بخښنه د خدای د فضل یوه تحفه ده د بخښنې ترلاسه کول او ورکول نور خلک وبځښئ، خپل ځانونه وبځښئ
-
20
Self Control: Temper & Intense Emotion
سخت احساسات کیدی شي خطرناک وي که چیرې یو څوک د نورو په وړاندې په غصه کې راښکاره شي ځکه چې هغوی غواړي په دوی باندې خپله واکمني او خپل کنټرول وساتي. د خدای د جذبې انرژي د خدای عبادت یا جوش ته لیږدول کیدی شي، که چیرې دا د خدای د روح لخوا قابو شي. دا ډول جذبه ارزښتناکه، قوي او ځواکمنه انرژي ده، او باید په ښه توګه اداره شي. سخت احساسات باید په ښه توګه اداره شي د ځورونې غصه ویجاړونکی دی خدایي جذبه ولرئ
-
19
Self Control: Restraint
زمونږ د بدن د ټولو اندامونو د قابو ساتلو یا کنټرولو څخه، د ژبې قابو ساتل یو خورا سخت کار دی، ژبه یو اور دی چې کولای شي یو ځنګل وسوځوي. الفاظ ډېر ځواکمن دي او مونږ به هغه څه ورېبو چې مونږ یې کرو. یو هوښیار سړی به برکت ترلاسه کړي او وبه هڅول شي، ځان به جوړ کړي، خپل باور به وساتي، او خپلې خبرې به قابو کړي. هر هغه څه چې زمونږ ذهن ته راځي ضرور نه ده چې باید زمونږ ژبې ته هم راوستلی شي. څوک چې ژبه په واک کې ساتي نو خپل ځان ساتي خو څوک چې بېځایه خبرې کوي نو خپل ځان تباه کوي. خپله ژبه په واک کې وساتئ تاسو هغه څه کرئ چې هغه رېبئ برکتونه وکرئ
-
18
Self Control: Patience
صبر د کارونو پریښودل، سستوالی یا غیر فعالتوب نه دی. دا د سم وخت په انتظار کې کښېناستل دي، د خبرو کولو یا عمل کولو د مناسب وخت نه ګټه اخیستل دي. د رښتيني صبر لرونکي خلک په ځان کنټرول، پوهه او حکمت لري. په یو نامناسب او کړکیچن حالت کې، دا غوره ده چې ټول حقایق ترلاسه کړئ، خلکو ته غوږ ونیسئ، احساساتو ته اجازه ورکړئ چې لاړ شي، او بیا په مناسب وخت کې د خبرو یا عمل کولو پریکړه وکړئ. د صبر په وجه یو حاکم هم رضا کېږي، او يوه نرمه خبره هډُوکى ټوټې ټوټې کوي. صبر کمزوري یا ضعیفوالی نه دی هره شېبه غنیمت وګڼئ د عمل کولو لپاره پوره وخت شتون لري
-
17
Self Control: Proper Thinking
زمونږ ذهنونه د خدای لخوا یوه حیرانونکې ډالۍ یا تحفه ده. لکه څنګه چې مونږ خپل سوچونه پروسس کوو، مونږ کولای شو دلیل وړاندې کړو، کوم چې مفکورې او منصوبې رامینځته کوي. همدارنګه، مونږ کولای شو د تخلیقی نظریاتو او امکاناتو تصور وکړو. خدای زمونږ په فکرونو او سوچونو باندې پوهیږي او مونږ باید دا غوره کړو چې خپل ذهنونه له ښو فکرونو او سوچونو څخه ډک کړو او خپلو ارزښتونو بنیاد د خدای په حقیقت باندې ودان کړو. بیا به مونږ د خپلو ښو سوچونو مطابق په ښه طريقې سره عمل وکړو. خو هغه د زړه له کومي دا خبره نه کوي. زمونږ ذهن د خدای له خوا یوه ډالۍ یا تحفه دی دلیل، محاسبه، غور کول تصور وکړئ، رویا ووینئ، جوړ کړئ
-
16
Self Control: Limits
لارښوونې او حدود زمونږ لپاره په انفرادي توګه او د هرې ډلې لپاره چې مونږ پکښې برخه لرو، اړین (ضروري) دي. اخلاقي حدود لا نور هم اړین دي. د تیري کولو معنی د ټاکل شوي حدودو د کرښې څخه تیریدل او ناروا کارونه کول دي او خدای پاک په څرګنده توګه زمونږ لپاره خپل حدود په نښه کوي. حدود یا سرحدونه مونږ سره د نظم په ساتلو او د هدفونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. لارښوونې چې په واضح ډول تشریح شوي دي، هم د مشرانو او هم د کارکوونکو طمعې یا توقع ګانې، دندې او مسؤلیتونه په ګوته کوي. پاچا په هوښيار نوکر خوشحاليږى، خو هغه څوک چې شرموونکي کارونه کوى د هغۀ قهر راپاروي. د خدای پاک د منطقي مينې حدود زمونږ ګناهونه معاف کړه مقررات نظم منځته راولي
-
15
Self Control: Emotions
احساسات کولای شي په کلکه توګه زمونږ په کړنو باندې اغیزه او اثر وکړي. مونږ باید د خپل ذهن او احساساتو قابو ساتل غوره کړو ترڅو په ډسپلین سره عمل وکړو. کله چې احساسات راپورته شي، مونږ باید په هغه باندې پوه شو، خپل ځان ودروو، او په بل ځای کې بوخت شو یا دا پورته شوی وضعیت په ټوکو او خندا سره تیر کړو. نور خلک یا حالات ممکن مونږ وهڅوي یا جذباتي کړي، مګر مونږ باید خپل غبرګونونه اداره کړو. څوک چې په خپله غصه قابو ساتى، د هغه چا نه بهتر دی چې يو ښار فتح کوي. احساسات د یو چا له ارادې نه بهر دي خپل احساسات قابو کړئ، که نه نو دوی به تاسو قابو کړي احساساتي حالتونو ته سم ځوابونه ورکړئ
-
14
Self Control: Attitude
چال چلن ستاسو د ذهن د ټاکلو د طریقې په غوره کولو یا پریکړه کولو سره رامینځته کیږي چې تاسو څه ډول سوچ کوئ. که ستاسو ذهن د خدای په لور متوجه وي، یا د هغه په لور تمایل ولري، نوهغه تاسو ته خپله اراده څرګندوي. د خپل ذهن قابو ساتل په غاړه واخلئ، خپل لوری وټاکئ، راتلونکي ته وګورئ، په خپل ځان باندې د خدای د کلام سم بنسټ او مثبت اعتراف ولرئ، او د خدای اراده ترسره کړئ. بختور دى هغوئ چې زړونه يې پاک دى، هغوئ به د خُدائ پاک ديدن وکړى. چال چلن یو انتخاب (غوراوی) دی خپل ذهن خدای ته متوجه کړئ خپل ذهن او چلند قابو کړئ
-
13
Self Control: Morality
خدای انسان یو اخلاقي مخلوق جوړ کړی دی چې د حق او باطل د احساس درلودونکی دی چې ورته ضمیر یا وجدان ویلی کېږي. همدارنګه، مونږ د خدای پاک حکمونه لرو چې مونږ ته د خدای ارزښتونه او د کړو وړو اصول را زده کړي. عیسی وویل، "د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ." نو خدای پاک انسانان د همدې ډول ژوند د کولو لپاره ډیزاین کړي دي. عیسی مونږ ته وویل چې له خپلو ګناهونو نه توبه وباسو او د خدای په روح کښې بیا زېږون ترلاسه کړو. مسیح زمونږ د ګناهونو لپاره مړ شو او د مرګ نه په بیا راژوندي کېدلو سره يې دا ثابته کړه چې هغه د خدای زوی دی. مونږ تاسو ته بلنه درکوو چې په عیسی باندې د خپل نجات ورکوونکي او خپل د ژوند مالک په توګه باور او یقین وکړئ. د صادقانو د برکت په وجه ښار آباديږى، خو د بدعمله په خبرو هغه تباه کيږى. خدای پاک انسان یو اخلاق لرونکی موجود پیدا کړی دی خدای پاک مونږ ته خپل حکمونه راکړي دی عیسی ته د خپل ژغورونکي او نجات ورکوونکي په توګه راشئ
-
12
Self Control: Motives Pt 2
که چېرې هغه دلیلونه چې څنګه او ولې مونږ کارونه ترسره کوو روښانه، سوچه او صادقانه وي، نو مونږ به د حقیقت پربنیاد ژوند وکړو. خدای او د هغه حقیقت همیشه سره یوځای وي او د هغه کلام زمونږ لپاره بنیاد دی. که چیرې مونږ خپل ذهنونه د هغه په حقیقت سره تغذیه کړو، خدای به زمونږ جذبات پاک او سوچه کړي او زمونږ نه به صادقان خلک جوړ کړي، نو د خدای په پوهه کې وده وکړي. د انسان په نظر کښې د هغۀ ټولې لارې هغۀ ته پاکې ښکارى، خو مالِک خُدائ د هغۀ نيت آزمائى. انګیزه یا جذبه دا ده چې مونږ ولې هغه څه کوو چې مونږ یې کوو د خدای څخه وغواړئ چې ستاسو جذبې صفا کړي د حقیقت په پوهېدلو او عملي کولو کې وده وکړئ
-
11
Self Control: Motives Pt 1
که چېرې هغه دلیلونه چې څنګه او ولې مونږ کارونه ترسره کوو روښانه، سوچه او صادقانه وي، نو مونږ به د حقیقت پربنیاد ژوند وکړو. خدای او د هغه حقیقت همیشه سره یوځای وي او د هغه کلام زمونږ لپاره بنیاد دی. که چیرې مونږ خپل ذهنونه د هغه په حقیقت سره تغذیه کړو، خدای به زمونږ جذبات پاک او سوچه کړي او زمونږ نه به صادقان خلک جوړ کړي، نو د خدای په پوهه کې وده وکړي. هېڅ داسې حکمت، پوهه او انساني فکر نشته چې د څښتن په خلاف بریالیتوب ته ورسیږي. انګیزه یا جذبه دا ده چې مونږ ولې هغه څه کوو چې مونږ یې کوو د خدای څخه وغواړئ چې ستاسو جذبې صفا کړي د حقیقت په پوهېدلو او عملي کولو کې وده وکړئ
-
10
Leadership Principles: Judgement
مشران کولای شي د کرکټرونو او حالتو په حقله بصیرت رامینځته کړي ترڅو معلومه کړي چې کومې غوره پریکړې باید ونیولی شي. مونږ باید حالات په پام سره وڅیړو او د ټولو خبرو اترو له لارې د ستونزو اصلي لاملونه پیدا کړو. د ښه قضاوت کولو لپاره، مونږ باید لومړی د خپل ځان قضاوت وکړو، صادق او ایمانداره و اوسو او د هغه څه سره علاقه ولرو چې سم دي. څوک چې په عدالت کښې خپله دعوىٰ اول پېش کړى نو هغه صحيح ښکارى ترڅو چې بل څوک راشى او د هغه څېړنه وکړي. د خلکو په حقله پوهېدل دلته واقعیاً څه روان دي؟ صادق هغه څه کوي چې صادقانه وي
-
9
Leadership Principles: Chastisement
په سمه توګه سزا ورکول د ډسپلین عملي کول دي ترڅو هغه کسان سم کړي چې غلط وي. خلک د بقا، مسؤلیت، د هیلو د ترلاسته کولو او د خپلو رویا ګانو له مخې هڅول کیږي، مګر مونږ ټول د ګناه لپاره د سزا ورکولو یو سالم ډار ته اړتیا لرو او پوهیږو چې هر عمل خپله پایله لري. یوه کورنۍ یا ټولنه د قانون له پلي کیدو پرته پرمختګ نشي کولای. خدای خپل بچیان ډسپلینوي، ځکه چې له هغو سره مینه لري. زخمونه او دردونه بدکارى لرې کوى، وهل انسان دننه نه صفا کوى. څه چې کرو هغه به رېبو څه شی ما هڅوي؟ د مالِک خُدائ څخه وېره د حِکمت شروع ده،
-
8
Leadership Principles: Criticism
مشران باید په باقاعده توګه د نیوکې یا تنقید تمه ولري. مونږ باید د یوې خبرې اصلي محتوی واورو او هغه حقیقت ته چې په هغه کې نغښتی دی ځان تسلیم کړو، نه په خپله تنقید ته. مونږ ښايي تنقید خوښ کړو یا خوښ نکړو، یا د هغو سره موافق واوسو، مګر مونږ اړتیا نه لرو چې د هغې پروړاندې سخت غبرګون وښیو او د هغې نه سرغړونه وکړو. که تنقید کوونکی زمونږ ملګري وي، هغه ممکن ونه غواړي چې مونږ ته نقصان ورسوي، مګر مونږ د خپلې ودې دباره حقیقت ته اړتیا لرو. هغه کسان چې ښې نیوکې یا تنقید ته غوږ نيسى، نو هغوئ به په هوښيارانو کښې وشميرلی شى. تنقید یا نیوکه کولای شي ارزښت ولري پوه شئ چې ریښتیا څه دي او ورسره موافقه وکړئ په هغه څه پام وکړئ چې ویل کېږي، نه د غږ په څرنګوالي
-
7
Leadership Principles: Confrontation
کله چې یو څوک مونږ ننګوي یا مونږ ته چلنج راکوي، مونږ په فطرتي توګه د خپل ځان او خپل دریز څخه دفاع کوو. مونږ دا کار شخصي یا ذاتي ګڼو: مونږ ښايي داسې سوچ وکړو چې دا کس زمونږ په بشپړتیا او ذاتي انځور باندې برید کوي. رښتینې او صادقانه اړیکې باور رامینځته کوي، چیرې چې د اختلاف په صورت کې په نرمۍ سره پر حقیقتونو خبرې کیدی شي. غوسه ناکه الفاظ کیدای شي ویجاړونکي وي. که غلط ثابت شولو، نو مونږ باید معافي وغواړو او پخلا شو. دلته، دوه اړخیز درناوی بنیادی مسئله ده. نرم جواب غصه سړوى، مونږ باید په مسیح کې خپل شناخت خوندي وساتو غوسه لرې کړه اړیکه د کلمو او الفاظو څخه افضله ده
-
6
Leadership Principles: Conflict
لکه څنګه چې زمونږ سوچونه او فکرونه زمونږ په نظرونو کې وده کوي، او نور خلک متفاوت سوچونه او نظرونه لري چې دوی ګومان کوي هغه سم دي، نو دا کار کیدای شي شخړې رامنځته کړي، او دا کیدای شي د مبارزې، یا د ارادې د ټکرې سبب وګرځي. مونږ باید د نظرونو د اختلاف یا توپير لپاره چمتو واوسو او هڅه وکړو چې له سپکاوي، چیغې او تاوتریخوالي څخه ډډه وکړو. مونږ باید ټینګ مګر نرم واوسو او په پوره عاجزۍ سره د نظرونو تبادلې ته لیوالتیا (شوق) ولرو. پرېږدئ چې شخړې په تاسو کې غوره والی راولي. لکه څنګه چې اوسپنه اوسپنه تيره کوى، نو دغه شان يو انسان خپل ملګری تېرۀ کوي. د نظرونو او خیالونو ټکر د ناخوښۍ څخه ډډه وکړئ په عاجزۍ سره نیوکه یا تنقید وکړئ
-
5
Leadership Principles: Inspiration
خلک یوازې د قواعدو او حکمونو له مخې ژوند نشي کولای، دوی یو رویا (خوب) او هیلې ته اړتیا لري، د دې لوړو رویاګانو د ریښتیا کولو په هیله فرصتونه وګوري او ترينه ګټه پورته کړي. که مونږ یو تخلیقي چاپیریال رامنځته کړو، خلک به هڅول کیږي چې خپلو خوبونو او رویاګانو ته ورسیږي او د خپلو هیلو د پوره کولو لپاره کار کولو ته وهڅول شي. مونږ کولای شو نورو ته د فرصتونو او امکاناتو په چمتو کولو سره هغوی وهڅوو او ورته الهام ورکړو. هغه اُميد چې په وخت پوره نۀ شى نو زړۀ بيماروى، خو کوم خواهش چې پوره کيږى نو هغه د ژوندون ونه ده. تاسو باید یوه رویا ولرئ! مونږ باید هیله او امید ولرو که مونږ ته الهام راکړل شي، نو مونږ کولای شو نورو ته هم الهام ورکړو
-
4
Leadership Principles: Listening
که چېرې مونږ هوښیار او خبردار واوسو او یو چا ته پوره پاملرنه (خیال) وکړو، نو مونږ به د دوی خبرې او د هغې ترشا ارادې واورو. مونږ به ډسپلین لرونکي اوریدونکي او وینا کوونکي واوسو، خپل ملګري ته به پوره درناوی کوو. بیا نو مونږ باید د موضوع په حقیقت پوهه شو، خو بیا هم کولای شو ځيني تپوسونه وکړو لکه: "ایا ستاسو مقصد همدا دی؟" تر ټولو لوی ښوونکی، عیسی وویل، "څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى." نو هوښیاران دې واوري او خپل تعلیم دې زیات کړي د خپلو "اوریدلو فلټرونو" په هکله (حقله) ښه خیال کوئ زیاتره خلک یوازې اوریدل غواړي ریښتیني اوریدل کولای شي ریښتیني شخصي (ذاتي) اړیکه رامینځته کړي
-
3
Leadership Principles: Developing People
هغه کسان چې د تعلیم غوښتونکي دي هغوی د مغرورو خلکو څخه غوره دي. د ماشومانو په توګه مونږ ته د خپلو میندو او پلرونو له خوا شکل او صورت راکړل شوی دی، خو مونږ کولای شو د هغه څه تصور او ليد ولرو چې مونږ غواړو هماغسې جوړ شو، خپل تیر وخت وڅیړو او بې ګټې شیان شاته وغورځوو، او د خپل ژوند لپاره ښه ارزښتونه غوره کړو. مونږ کولای شو نورو ته هم په همدې ډول شکل او صورت ورکړو. بدلون زمونږ په لاسونو کې دی. د عقل خبرو ته غوږ ونيسئ او خپل زړۀ د هوښيارتيا طرف ته مائل کړئ،
-
2
Leadership Principles: Understanding People
د خلکو پوهول به مونږ سره مرسته وکړي چې زغم ولرو او بخښنه (معافي) وکړو، دا مونږ ته د مشرتابه یا رهبرۍ او هڅونې وړتیا راکوي، او کیدای شي مونږ له جګړو څخه وژغوري. هر انسان مینه، ځاني ارزښت، هویت او امنیت ته اړتیا لري. که مونږ د خپل ځان او د نورو خلکو په قوتونو او کمزورتیاوو باندې پوه شو، نو بیا مونږ کولای شو د یو ټیم په توګه په شریکه کار وکړو. ځکه چې مالِک خُدائ عقل او حِکمت ورکوى، او د هغۀ د خولې نه عِلم او پوهه راوځى. خلک زمونږ درک او پوهې ته اړتیا لري هر انسان ارزښت لري خپل قوتونه او کمزورتیاوې وپیژنئ
-
1
Leadership Principles: Pressure
دا لړۍ د مشرتابه هغه اصول بیانوي کوم چې د سلیمان په متلونو کې ښوول شوي دي. د خدای سره په ژوند کولو کې لوی ارزښت نغښتی دی. یو لوستونکی او ښوونکی په دې اړه خبرې اترې کوي چې څنګه ځینې خلک تر فشارونو لاندې وده کوي او خپل هدفونه ترلاسه کوي په داسې حال کې چې نور خلک هڅه کوي چې د فشار څخه مخنیوی وکړي او هیڅ شی نه ترلاسه کوي. کۀ تۀ د سختۍ په وخت کې خپل همت بائيلې، نو تۀ بيا ډېر کمزوری انسان يې. خطر ومنئ، د کوشش کولو جرأت وکړئ تېرېږئ مه تشنج کیدای شي د خیزوهلو د تختې په څېر وي
We're indexing this podcast's transcripts for the first time — this can take a minute or two. We'll show results as soon as they're ready.
No matches for "" in this podcast's transcripts.
No topics indexed yet for this podcast.
Loading reviews...
ABOUT THIS SHOW
We Pashtuns always hear that our country needs development; economic development, political development, educational development, etc. What about personal character development? How can we develop our own minds and souls to live more fruitful lives and be better citizens of our country?Each program examines the importance of a specific proverb from the book of Proverbs of Solomon and discusses how these godly principles can be applied to our daily lives in order to help our personal development.
HOSTED BY
Pashto Radio
Loading similar podcasts...