ژورې خبرې/۱۱: د پښتنو قومي جرګه؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ څه غواړي؟ episode artwork

EPISODE · Oct 14, 2024 · 1H 37M

ژورې خبرې/۱۱: د پښتنو قومي جرګه؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ څه غواړي؟

from 8am Media | پادکست ۸صبح · host 8am Media

د پښتنو قومي جرګه؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ څه غواړي؟ د «پښتون قومي عدالت جرګه» تر نامه لاندې په خیبرپښتونخوا کې یوه لویه درې ورځنۍ جرګه روانه ده. دا جرګه سره له دې چې د اسلام‌اباد له پراخو مخالفتونو سره مخ وه، د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنه جوړه شوې ده. په دې جرګه کې لسګونه زره کسانو ګډون کړی او ځینې ښځې هم په کې برخه لري. د دغه غورځنګ مشر، منظور پښتین، د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي، ګیلامن وزیر تر وژنې وروسته د قومي جرګې د جوړېدو ژمنه کړې وه. سره له دې چې د پوځ له پرلپسې خنډونو سره مخ شو، په پای کې یې وکړای شول چې دا جرګه جوړه کړي. په دې پاډکسټ کې به د خیبر جرګې او د پښتون ژغورنې غورځنګ داعیې ته کتنه وکړو. دا غورځنګ ولې رامنځته شو او د منظور پښتین او د هغه د پلویانو غوښتنې څه دي؟ آیا پښتانه د پاکستان د وېش او د «پښتونستان» تر نامه لاندې د خپلواک هېواد د جوړولو په لټه کې دي؟ دا غورځنګ د سیمې له ځینو نورو خوځښتونو سره څه توپیر لري؟ ولې ځینې پوهان د ډیورنډ کرښې دې خوا ته د پښتون ژغورنې غورځنګ او د خیبر جرګې پر پایلو خوشبین دي؟ که د دې جرګې غوښتنې عادلانه وي، نو ولې پښتانه د ډیورنډ کرښې دې غاړې ځینې نور خوځښتونه نه‌مني؟ ایا د پښتون ژغورنې غورځنګ اقدامات به د ډیورنډ دواړو غاړو ستونزې او بې‌عدالتۍ لا زیاتې کړي؟

Episode metadata supplied by the publisher feed · Published Oct 14, 2024

Embed this episode

Ready to play

ژورې خبرې/۱۱: د پښتنو قومي جرګه؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ څه غواړي؟

0:00 1:37:54

No transcript for this episode yet

We transcribe on demand. Request one and we'll notify you when it's ready — usually under 10 minutes.

No similar episodes found.

Frequently Asked Questions

How long is this episode of 8am Media | پادکست ۸صبح?

This episode is 1 hour and 37 minutes long.

When was this 8am Media | پادکست ۸صبح episode published?

This episode was published on October 14, 2024.

Can I download this 8am Media | پادکست ۸صبح episode?

Yes. Use the download control on the episode player to save the publisher-provided media file.
URL copied to clipboard!