EPISODE · Oct 17, 2024 · 58 MIN
ژورې خبرې/۱۴: د ډیورنډ په دواړو غاړو کې محرومیت؛ د پښتنو په جرګه کې د ښځو ونډه څنګه وه؟
from 8am Media | پادکست ۸صبح · host 8am Media
د ډیورنډ په دواړو غاړو کې محرومیت؛ د پښتنو په جرګه کې د ښځو ونډه څنګه وه؟ په وروستۍ جرګه کې د ښځو ګډون او په پرېکړو کې د هغوی ونډه د ډیورند په دواړو خواوو کې له تود هرکلي سره مخ ده. په دې غونډه کې د خیبرپښتونخوا سربېره د ډیورنډ له دې غاړې څخه هم ځینې د ښځو حقونو فعالانو ګډون کړی و. د جرګې په پرېکړو کې ځینې مسایل چې د ښځو ژوند پورې اړه لري، د پام وړ وو؛ په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښوونځیو پرانېستل او همداراز په بدو کې د نجونو د ورکړې پر فرهنګ د بندیز ټینګار شوی او دا د خیبر جرګې یوه پرېکړه هم ګڼل کېږي. د ۸صبح په نني پاډکسټ کې به د پښتنو په قومي جرګه کې د ښځو د ونډې کچه، په دواړو غاړو کې د ښځو پر برخلیک د دې پرېکړو اغېز او د جرګې وروسته د ښځو د راتلونکي په هکله د هغوی هیلې ارزول کېږي. ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.
Embed this episode
NOW PLAYING
ژورې خبرې/۱۴: د ډیورنډ په دواړو غاړو کې محرومیت؛ د پښتنو په جرګه کې د ښځو ونډه څنګه وه؟
No transcript for this episode yet
Similar Episodes
No similar episodes found.
Similar Podcasts
No similar podcasts found.