EPISODE · Oct 18, 2024 · 1H 10M
ژورې خبرې/۱۵: ایراني پولهساتو له خوا د لسګونو افغان کډوالو وژل کېدل؛ د پېښې څرنګوالی او لاملونه
from 8am Media | پادکست ۸صبح · host 8am Media
ایراني پولهساتو له خوا د لسګونو افغان کډوالو وژل کېدل؛ د پېښې څرنګوالی او لاملونه ایراني پولهساتو د روانې اوونۍ په لومړیو کې د افغان کډوالو یو کاروان د سیستان بلوچستان په سیمه کې په نښه کړ. د عیني شاهدانو په وینا، نږدې ۳۰۰ کسان د برید هدف ګرځېدلي چې له هغوی څخه ۲۶۰ کسان وژل شوي او ټپیان دي. لومړی، د کډوالو موټرونه په ماین چاودنه کې نښتي او بیا وروسته، ایراني پولهساتو ځواکونه پرې په راکټ او نورو وسلو ډزې کړې دي. ایران د دې پېښې رامنځته کېدل رد کړي او د ایران دولت پلوه او مخالف رسنۍ یې هم چوپ دي او څه نه وايي. طالبانو هم ویلي چې دوی لا هم په دې اړه څېړنه کوي څو معلومه کړي چې دا پېښه رښتیا رامنځته شوې که نه. په دې پاډکسټ کې به د دې موضوع په تړاو خبرې وکړو. له برنامې مېلمه او نورو ګډونوالو به د پېښې په هکله خبرې واورو او د دې لامل، د ایران او طالبانو د رژیمونو غبرګون به هم وڅېړو. هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.
Embed this episode
Ready to play
ژورې خبرې/۱۵: ایراني پولهساتو له خوا د لسګونو افغان کډوالو وژل کېدل؛ د پېښې څرنګوالی او لاملونه
No transcript for this episode yet
Similar Episodes
No similar episodes found.