EPISODE · Sep 1, 2024 · 45 MIN
ژورې خبرې/۸: د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون؛ افغان مېرمنې به څنګه مبارزه کوي؟
from 8am Media | پادکست ۸صبح · host 8am Media
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون؛ افغان مېرمنې به څنګه مبارزه کوي؟ د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر یو نوی قانون وړاندې کړی دی. دا قانون له ۳۰ څخه زیاتې مادې لري او په جدي توګه د خلکو د ټولنیز او شخصي ژوند د کنټرول هڅه کوي. د دغه قانون یوه برخه د ښځو مخ او غږ «عورت» بلل کېږي. د دغه قانون پر بنسټ، ښځې باید بشپړه حجاب ولري او غږ یې باید په عام محضر وانه ورېدل شي. برسېره پر دې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر چې د دې قانون تطبیق کوونکي دي، مکلف دي چې که هر ډول سرغړونه وویني، د زور او ان د خلکو د بندي کولو په وسیله له هغوی سره چلند وکړي. دغه قانون په نړیواله کچه او د افغانستان په خلکو کې سختې اندېښنې راپورته کړې دي ځکه چې دا د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو، جدي نقض ګڼل کېږي. ګڼ شمېر د بشري حقونو ادارو او نړیوالو بنسټونو دا اقدامات غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو درناوی وکړي. په دې پاډکسټ کې، موږ غواړو چې په دې مسایلو بحث وکړو چې له دې محدودیتونو د طالبانو موخه څه ده؟ دا قانون به د افغانستان د ښځو پر ژوند څه اغېزې ولري؟ نړۍ به د طالبانو نوي قانون ته له کومې زاویې وګوري؟ په کور دننه او په بهر کې مېشت افغانان د دې قانون پر وړاندې څه مسئولیت لري او په پای کې د دغه قانون پلي کېدل به څه پایلې ولري؟ ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.
Embed this episode
Ready to play
ژورې خبرې/۸: د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون؛ افغان مېرمنې به څنګه مبارزه کوي؟
No transcript for this episode yet
Similar Episodes
No similar episodes found.