ژورې خبرې/۹: طالبان او د نجونو زده‌کړو مخنیوی؛ حل‌لارې او اړتیاوې څه دي؟ episode artwork

EPISODE · Sep 1, 2024 · 49 MIN

ژورې خبرې/۹: طالبان او د نجونو زده‌کړو مخنیوی؛ حل‌لارې او اړتیاوې څه دي؟

from 8am Media | پادکست ۸صبح · host 8am Media

طالبان او د نجونو زده‌کړو مخنیوی؛ حل‌لارې او اړتیاوې څه دي؟ په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو هڅې تر دې دمه له ناکامۍ سره مخ دي. طالبانو په تېرو درې کلونو کې د بېلابېلو پلمو له مخې، لکه د شرایطو نه برابرېدل، د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي ساتلي دي. ان نړیوال فشارونه او د اسلامي هیوادونو هڅې هم ونه توانېدې چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو زمینه برابره کړي.  د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر تېره اوونۍ په څرګنده توګه اعلان وکړ چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه به تړلي پاتې شي او هېڅوک حق نه لري چې په دې اړه پوښتنه وکړي. هغه له دیني عالمانو وغوښتل چې که فکر کوي د نجونو د زده کړو درول د شریعت خلاف دي، له دغې ډلې سره مناظره وکړي. ډېری هېوادوال د طالبانو دا غوښتنه د دې دغې نوې پلمه بولي. د ۸صبح ورځپاڼې په دې پاډکسټ کې په دې موضوع خبرې کوو چې څنګه کولای شو په لنډمهال او منځ‌مهال ډول د نجونو زده‌کوونکو سره مرسته وکړو تر څو هغوی خپلو درسونو ته ادامه ورکړي. ایا طالبانو ته هیله لرل منطقي دي، که یوازې نجونې په نامعلوم او بې‌برخلیکه حالت کې پرېږدو؟ ایا جلا جلا هڅې به کومه پایله ورکړي؟ څنګه کولای شو دا هڅې منسجمې کړو؟ په دې تړاو د ټولنې د باسواد قشر مسوولیت څه دی؟ ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.

Episode metadata supplied by the publisher feed · Published Sep 1, 2024

Embed this episode

Ready to play

ژورې خبرې/۹: طالبان او د نجونو زده‌کړو مخنیوی؛ حل‌لارې او اړتیاوې څه دي؟

0:00 49:08

No transcript for this episode yet

We transcribe on demand. Request one and we'll notify you when it's ready — usually under 10 minutes.

No similar episodes found.

Frequently Asked Questions

How long is this episode of 8am Media | پادکست ۸صبح?

This episode is 49 minutes long.

When was this 8am Media | پادکست ۸صبح episode published?

This episode was published on September 1, 2024.

Can I download this 8am Media | پادکست ۸صبح episode?

Yes. Use the download control on the episode player to save the publisher-provided media file.
URL copied to clipboard!