د مشال مرکه podcast artwork

PODCAST · news

د مشال مرکه

د مشال مرکه اوونیزه خپرونه د مشال راډیو بېلا بېل خبریالان جوړوي. په خپرونه کې له یو کس سره د هغه یا هغې له شخصي ژونده واخله تر مسلکي ژوند او پر روانو چارو تفصیلي خبرې کېږي. خپرونه له ۲۶ نیولې تر ۲۷ دقیقو پورې وخت لري او پر راډیو او ووبپاڼې خپرېږي.

  1. 50

    اقبال مومند: ۲۷م اییني ترمیم دولتي ادارې زیانمنوي

    په مشال مرکه خپرونه کې مو دا ځل په پېښور کې د خیبر پښتونخوا پخوانی سرکاري وکیل (اېډووکېټ جنرل) اقبال مومند مېلمه کړی. هغه له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې وکالت کوي. نوموړی وايي، په وروستیو کې په اساسي قانون (ایین) کې شوی ۲۷م ترميم د اصلاحاتو پر ځای عدلیه زیانمنوي. د نومبر پر ۱۳مه ولسمشر اصف علي زرداري د ۲۷م اییني ترمیم مسوده لاسلیک کړه چې ورسره سم، په پاکستان کې وفاقي اییني عدالت جوړ شو چې مهمې دندې یې د اساسي قانون تعبیر او تشریح کول، د وفاق او صوبو ترمینځ لانجې هوارول او د "اساسي یا بنیادي حقونو" د عملي کولو په برخه کې د واک کارول دي. تر دې مخکې دا ټول واکونه له سپریم کورټ سره ول چې اوس به د ملکي (سېول) او جنايي قضیو د پرېکړو لپاره د هېواد تر ټولو لوی عدالت په توګه کار کوي. له مومند سره بشپړه مرکه واورئ.

  2. 49

    خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي

    په مشال مرکه خپرونه کې مو دا ځل د پېښور او د اسلام اباد د عصري ژبو ملي پوهنتون (نمل) د خبریالۍ څانګې له استاد ډاکتر خالد سلطان سره خبرې کړې دي. هغه له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې هم د خبریال په توګه کار کوي او هم یې درس ورکوي. دی وايي، د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو ترمینځ خراب اړیکي او اختلافات د دواړو خواوو ولسونه ځپي. دی وايي، دواړه حکومتونه دې خپلې مسلې د خبرو له لارې هوارې کړي. له سلطان سره بشپړه مرکه واورئ.

  3. 48

    اکبر خان: د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړېدل ښه پرمختګ دی

    په مشال مرکه خپرونه کې مو د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې له مشر اکبر خان سره خبرې کړې دي. نوموړی له تېرو دوو لسيزو راهيسي په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کار کوي. په مرکه کې مو له نوموړي سره په پاکستان کې د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړولو لپاره د ډېسېمبر په لومړۍ اونۍ کې د منظور شوې قانوني مسودې پر ارزښت بحث کړی دی. بشپړه مرکه واورئ.

  4. 47

    رخشنده سجاد وايي پر چیلېنجونو سربېره یې د خیر ښېګړې کارونو ته دوام ورکړی

    په مشال مرکه خپرونه کې مو دا ځل په پېښور کې له مدني فعالې رخشندې سجاد سره خبرې کړې دي. هغه له تېرو اووه کلونو راهیسې د خیر ښېګړې کارونه کوي. هغه وايي، په روژه کې د پېښور په باچا خان څلورلاره کې بې وزله کسانو ته د روژه ماتي انتظام کوي. هغه وايي، په قبایلي ضلعو کې ناامنۍ د پرمختګ مخه نیسي او هلته د تعلیم کچ هم ټیټ دی. له نوموړې سره بشپړه مرکه واورئ.

  5. 46

    بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟

    په مشال مرکه کې مو دا ځل په سوات کې د زرعي څېړنو ادارې له څېړونکي زکریا باچا سره خبرې کړې دي. نوموړي په وروستیو کې بې له خاورې کارولو د سبزیو د کرښت ازموینه کړې چې په وینا یې، مثبتې نتیجې یې ورکړې دي. دی وايي، په نورو هېوادونو کې د بې موسمه سبزیو او مېوو د کښت ټېکنالوژي شته او دوی هم اوس د دې هڅه کوي. بشپړه خپرونه واورئ.

  6. 45

    د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟

    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د پېښور په بېلابېلو تعلیمي ادارو کې د کورمې له زده کوونکو سره خبرې کړې دي. هغوی وايي، په سیمه کې د خراب وضعیت او لارو بندېدو له وجې له اوږدې مودې راهیسې کورونو ته نه دي تللي او ژوند یې ګران شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. په کورمه کې په نومبر کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې تر وسلوال برید وروسته فرقه ییزې نښتې وپارېدې. البته د حکومت په مینځګړتوب د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د سولې پر موافقې سربېره حالات ترینګلي دي او لارې بندې دي. بشپړه خپرونه واورئ.

  7. 44

    پخوانی سېنېټر صالح شاه وايي هېڅوک د قبایلي ضلعو د ولس غم نه خوري

    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې پخوانی سېنېټر صالح شاه مېلمه دی. نوموړی د وزيرستان دی او هلته پر روانې ناامنۍ اندېښمن دی. د نوموړي په خبره، د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا کې شاملېدو وروسته تمې وي چې حالات به ښه شي خو د دې برعکس حالات خراب دي. نوموړی زياته کړه چې په سيمه کې جلا، جلا ادارې خپل کارونه کوي او د ولس غم څوک نه خوري. بشپړه مرکه واورئ.

  8. 43

    اصف خان: پر انټرنېټ محدودیتونه پاکستان ډېر زیانمنوي

    دا اونۍ مو په مشال مرکه د انټرنېټي چارو پوه اصف خان مېلمه کړی دی. نوموړی د باجوړ دی او د اروپا په پرتګال کې د معلوماتي ټېکنالوژۍ چارو په شرکت کې کار کوی. خان وايي چې په پاکستان کې پر مجازي شخصي شبکې یا وي پي اېن له محدودیتونو سره د معلوماتي ټېکنالوژۍ څانګه ډېره زیانمنه شوې ده. د نوموړي په خبره، اوسنی دور د ټېکنالوژۍ دی چې پکې پر انټرنېټ بندیز لګول یا محدودول د هېواد په ګټه نه تمامېږي. بشپړه مرکه واورئ.

  9. 42

    ارش خان وايي د ډانلډ ټرمپ ولسمشر کېدل به پر سيمه زياتې اغېزې ولري

    دا اونۍ مو په "مشال مرکه" کې څېړونکی ارش الله خان مېلمه کړی دی. نوموړی په اسلام اباد کې په يوه څېړنيزه اداره کې د مدير او څېړونکي په توګه کار کوي. هغه په نړيوالو رسنيو کې مقالې هم خپرې کړې دي. ارش خان وايي په امريکا کې تر اوسنيو انتخاباتو وروسته د ډانلد ټرمپ د ولسمشر په توګه منتخب کېدل به پر سيمه زيات اثرات ولري. خو د ده په خبره د ټرمپ ادارې لپاره له پاکستان سره د بحث مهم موضوعات ترهګري او په افغانستان کې د طالبانو واکمني ده. نوموړي زیاته کړه، پاکستان ته پکار ده چې امريکا سره د بې باورۍ ماحول ختم کړي او د باور جوړونې لپاره کار وکړي. بشپړه مرکه واورئ.

  10. 41

    منصور مسيد وايي په قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ خپل وجوهات دي

    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې څېړنکار منصور خان مسيد مېلمه دی. نوموړی په اسلام اباد کې د فاټا ريسرچ سېنټر په نامه د څېړنيزې ادارې بنسټګر دی. د یادې ادارې بنسټ په ۲۰۱۹م کال کې اېښودل شوی وو او د منصور خان مسید په وینا موخه یې دا وه چې نړیوالو ته د هغه ځای د خلکو (قبایلو) مثبت تصویر وړاندې کړل شي. د نوموړي په وینا، په قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ ترشا وجوهات يوه سابقه لري. هغه زیاته کړه چې پښتانه بايد د سياسي نعرو پرځای د خپلو ګټو او زیانونو په اړه فکر وکړي. بشپړه مرکه واورئ.

  11. 40

    حنيف الرحمان وايي له کمپيوټر او موبايل سره به په پښتو کې خبري کول ممکن شي

    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې سافټوېير انجینر حنیف الرحمان مېلمه کړی دی. نوموړی د دیر دی او د لندن له اکسفورډ پوهنتون څخه يې په کمپيوټر انجینرنګ کې لوړي زدکړې کړې دي. حنيف له تېرو دوو کلونو راهيسي پر هغه سافټوېير کار کوي چې پښتانه د دې جوګه کړي چې له کمپیوټر یا موبایل ټېلېفون سره په پښتو ژبه خبرې وکړي. حنيف الرحمان وايي په راتلونکې دور کې مصنوعي ځيرکتيا ډېر مهم رول لري نو ځکه په پښتو کې دا ډول سافټوېير ته اړتيا شته او پر دې پروژي يې کار روان دی. که څه هم نوموړي د سافټوېير نوم پټ ساتلی خو د نړۍ په هر ګوټ کې مېشتو پښتنو ته يې خواست کړی چې په دې پروژه کې ورسره همکاري وکړي. بشپړه مرکه واورئ.

  12. 39

    ډاکټر عرفان اشرف: پښتون قامي جرګې پښتنو ته د راتلونکې لاره وښوده

    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د پېښور پوهنتون د خبریالۍ یا ژورنالېزم څانګې استاد ډاکتر عرفان اشرف مېلمه کړی او ورسره مو د پښتون ژغورنې غوځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د پښتنو قامي جرګې پر پرېکړو تفصیلي خبرې کړې دي. د پي ټي اېم مشر منظور احمد پشتین د اکتوبر پر ۱۳مه د "پښتنو قامي عدالت" په نوم د جرګې په پای کې ۲۲ نکاتي اعلامیه اعلان کړه چې تر ډېره د پښتنو سیمو پر امنیت او د وسایلو پر واک متمرکزه وه. ډاکتر عرفان اشرف وايي، هغه پرېکړې د ټول پښتون ولس دي او مقتدرې حلقې به اوس پر دې خبره پوه شي. دی وايي، جرګې پښتنو ته د راتلونکې لاره وښوده. بشپړه مرکه واورئ.

  13. 38

    تیمور خان پاکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه ارزښتناکه بولي

    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې څېړونکی تیمور خان مېلمه کړی دی. هغه له تېرو اتو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو په مرکز کې د څېړونکي دنده ترسره کوي. تیمور خان د روسیې او اروپايي هېوادونو پر چارو زیاتې څېړنې او لیکنې کړې دي. هغه وايي چې په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه، چې د اکتوبر په نیمايي کې کېدونکې ده، خورا ارزښت لري. دی وايي، دا د پاکستان لپاره ښه موقع ده چې د هغه سازمان له غړو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې لا پراخه کړي. تیمور خان هغې دوه ورځنۍ ناستې ته د هندي پلاوي ورتګ د اسلام اباد او نوي دلي ترمینځ د باور جوړونې لپاره مهمه ګڼي. بشپړه مرکه واورئ.

  14. 37

    سجاد حميد وايي د اييني عدالت جوړولو پر ځای دې د ججانو شمېر زيات کړل شي

    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د اسلام اباد های کورټ وکيل سجاد حميد اېډوکېټ مېلمه کړی دی. نوموړی وايي په پاکستان کې د اييني عدالت جوړولو په اړه تاوده بحثونه روان دي خو د هغه په نظر په موجوده حالاتو کې د دې اړتيا نه شته. هغه زياتوي چې د اييني عدالت په جوړولو سره به ډېرې قانوني مسلې لا نورې پېچلي شي. د سجاد حميد په خبره، له ۱۸م اييني ترميم وروسته صوبو ته اختيارات ورکړل شوي دي او که چيرې په وفاق کې اييني عدالت جوړ شي نو دا به حالات لا پسې پېچلي کړي. دی وايي، حکومت ته پکار ده چې د اييني عدالت پرځای په سپريم کورټ کې د ججانو شمېر زيات کړي. بشپړه مرکه واورئ.

  15. 36

    دورېش اپرېدۍ وايي په پاکستان کې د سياسي ثبات لپاره يو بل "ميثاق جمهوريت" ته اړتيا ده

    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې ښوونکی او څېړونکی ډاکتر دروېش اپرېدی مېلمه کړی دی. نوموړی د خيبر ضلعې د باړې دی او له امريکا يې لوړې زدکړې کړې دي. ډاکتر اپرېدی په پېښور پوهنتون کې د سياسياتو د څانګې ښوونکی دی. نوموړی وايي که څه هم په پاکستان کې اييني کمزوري يا نيمګړتياوې موجودې دي خو بنيادي حقونه شته. د ده په خبره د يوې ادارې مداخلت درغليو ته وده ورکړې او ټولنيز کنټرول يې ترلاسه کړی دی. د هغه په خبره دا ډول حکومت د پاکستان له جوړېدو راهيسي روان دی چې ناسمې پايلې لرلای شي. نوموړي زياته کړه چې په موجوده حالاتو کې د جمهوريت په اړه يوې بلې لوظنامې ته اړتيا ده. بشپړه مرکه واورئ.

  16. 35

    نعیمه کشور وايي قبایلي ضلعې تش په نوم په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې دي

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د پارلېمان پخوانۍ غړې او د جمعیت علمای اسلام سیاستواله نعیمه کشور مېلمنه ده. نوموړې د مردان ده او له پېښور پوهنتونه یې لوړې زده کړې کړې دي. هغې په ۲۰۰۲ز کال کې پارلېماني سیاست پیل کړ. نعیمه کشور وايي چې په پاکستان کې ګوندونو اکثر غیر جمهوري قوتونه مخکې کړې دي او واک یې ورزیات کړی دی. هغه وايي، همدا لامل دی چې اوس د امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) له مرستې پرته حکومتونه نه شي چلېدای او ماتېږي. هغه داراز وايي چې قبایلي ضلعې تش په نوم په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې دي او ورسره ژمنې نه پوره کېږي. بشپړه مرکه واورئ.

  17. 34

    اختر کاکړ نالوستی دی خو په وروڼو يې لوړې زدکړې کړې دي

    دا اونۍ مو په "مشال مرکه" کې اختر کاکړ مېلمه کړی دی. نوموړی خپله نالوستی دی خو په خپلو وروڼو يې لوړې زدکړې کړې دي. د اختر کاکړ يو ورور رفيع الله کاکړ په اسلام اباد کې يوه لوړه حکومتي څوکۍ لري او بل ورو اسرار کاکړ يې د انګلستان په اکسفورډ پوهنتون کې د زده کوونکو د اتحاديې مشر منتخب شوی دی. اختر کاکړ وايي، په ډېرو سختو حالاتو کې يې په خپلو وروڼو زدکړې کړې دي. د نوموړي په خبره، د تعليم زور تر هر څه زيات دی او پښتانه بايد په خپلو ماشومانو تعليم وکړي. بشپړه مرکه واورئ.

  18. 33

    منير کاکړ: د بلوچستان مسله د ناسمو ریاستي پالیسیو دوام له وجې نه حل کېږي

    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د بلوچستان د وکیلانو اتحاديې مشر منير کاکړ مېلمه کړی دی. نوموړی د پښین دی او له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې وکالت کوي. کاکړ د سپریم کورټ د وکیلانو ټولنې د مشرۍ انتخاباتو ته نوماند دی. دی وايي چې په بلوچستان کې د وروستیو ناامنیو تر ټولو لویه وجه د ناسمو ریاستي تګلارو دوام دی. د ده په خبره، د بلوچستان مسله له مذاکراتو پرته نه شي هوارېدای او سیاسي مشرانو ته په کار ده چې پر یو دریځ ورغونډ شي. کاکړ زیاتوي چې د پوځي عملیاتو لپاره ځانګړې شوې پیسې باید د بلوچستان پر ولس او پرمختګ لګېدلې وای. بشپړه مرکه واورئ.

  19. 32

    خالد ايوب وايي پښتانه بايد د خپلو حقونو لپاره "مبارزه" وکړي

    دا اونۍ مو په "مشال مرکه" کې د "پښتون قامي جرګې" مشر خالد ايوب مېلمه کړی دی. نوموړی د مردان د شېرګړ دی او په فلسفه کې يې لوړې زدکړې کړې دي. خالد ايوب له تېرې يوې لسيزې راهېسي د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي. په دې وروستيو کې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پشتين هم ورسره د پښتنو د قامې جرګې په اړه ملاقات کړی وو. پي ټي اېم د اکتوبر پر ۱۱مه د پښتنو قامي جرګه وربللې ده. د خالد ايوب په خبره، پښتانه بايد د خپلو حقونو لپاره هر شان مبارزه وکړي او د هغو احتساب وکړي چې د دوی پر وسايلو يې "قبضه" کړې ده. بشپړه مرکه واورئ.

  20. 31

    شګفته ملک وايي بايد ښځو ته په فيصله سازۍ کې ونډه ورکړل شي

    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې پښتنه سياستواله شګفته ملک مېلمنه کړی ده. نوموړې دوه واره د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې پاتې شوې ده. شګفته د نوښار ده او په سياسياتو کې يې لوړې زدکړی دی. نوموړې له خدايي خدمتګارې کورنۍ سره تعلق لري. شګفته وايي په سياست کې د ښځو کردار ډېر زيات مهم دی او په فيصله سازۍ کې زښت زيات اړين دی. بشپړه مرکه واورئ.

  21. 30

    ناصر بنګښ وايي په بنو کې امن لپاره مبارزه جاري ساتي

    دا اونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې د بنو امن پاڅون او د سوداګرۍ خونې مشر ناصر خان بنګښ مېلمه کړی دی. په بنو کې خلکو په جولای کې د امن لاریون کړی وو چې امنيتي سرتېرو ورباندې ډزې کړي وي. تر دې وروسته خلکو پرلت وواهه او د وسلوالو خلاف بې له توپيره د عملياتو غوښتنه کړي وه. د صوبې اعلا وزير علي امين ګنډه پور هم پرلت ته ورغلي وو او پولیسو ته یې امر کړی وو چې په سیمه کې د وسلوالو ډلو ضد کاروایي وکړي. ناصر بنګښ وايي، حکومت او امنيتي ادارې پر خپلو ژمنو ولاړې دي او د وسلوالو پرضد هدفي عمليات دوام لري. د ده په خبره، پر خپله خاوره امن غواړي او د دې لپاره به مبارزه جاري ساتي. بشپړه مرکه واورئ.

  22. 29

    ګل مرجان وايي پر ګوندونو بندیز لګول جمهوریت زیانمنوي

    دا اونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې د سياسي چارو پوه ګل مرجان مېلمه کړی دی. نوموړی د جنوبي وزیرستان دی او په سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو کې یې لوړې زده کړې کړې دي. ګل مرجان د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړیکو په څانګه کې د استاد په توګه هم دنده تر سره کړې او په هغه ښار کې یې د انګلېسي ژبې د زده کړې یوه اداره هم پرانیستې ده. دی وايي چې په پاکستان کې د پخواني پوځي واکمن جنرال ايوب خان له وخت راهیسې تر اوسه پورې پر بېلابېلو ګوندونو بندیزونه لګېدلي، خو دې کار نتیجه نه ده ورکړې. دی وايي، پر تحریک انصاف هم بندیز لګول ښه پایلې نه شي لرلای او دا کار جمهوریت زیانمنوي. بشپړه مرکه واورئ.

  23. 28

    ناصر داوړ د قبایلو ولس ځکه عملیات ردوي چې پخوا یې ډېر مشکلات ګاللي دي

    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د شمالي وزیرستان خبريال ناصر داوړ مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو دوو لسيزو راهيسې په پېښور کې خبریالي کوي. داوړ وايي، په قبايلي ضلعو کې په تېرو وختونو کې تر ۲۰ زيات پوځي عمليات شوي دي او تر اوسه پورې زرګونه خلک بې کوره دي. د داوړ په خبره، د قبایلي ضلعو اوسېدونکو ځکه د حکومت له لوري د عزم استحکام په نوم د عملیاتو اعلان رد کړ چې د مخکینیو عملیاتو پر مهال یې ډېر کړاوونه لیدلي ول. ناصر داوړ وايي، دا د ولس هم ذمه واري ده چې د ناامنۍ ختمولو لپاره له حکومت سره ګډ کار وکړي. بشپړه مرکه واورئ.

  24. 27

    محمد فهيم وايي صوبايي بوديجه کې د قبایلي ضلعو لپاره زیاتې پروژې نه شته

    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې خبريال محمد فهيم مېلمه کړی دی. نوموړي په تېرو ۱۶ کلونو کې په پېښور کې له بېلابېلو رسنيو سره کار کړی دی. فهيم په خيبر پښتونخوا کې د تېرو ۱۲ صوبايي بجټونو د غونډو په اړه خبریالي کړې ده او وايي چې سږ کال د پاکستان له جوړېدو راهیسې لومړی ځل وو چې صوبايي حکومت تر وفاقه مخکې خپله بودیجه اعلان کړه. دی البته وايي چې دا کار منفي اغېز نه لري. فهیم وايي صوبايي حکومت په بجټ کې لویې پروژې نه دي شاملې کړي او د قبایلي ضلعو لپاره هم بودیجه زیاته ښه نه برېښي ځکه چې پکې زیات ټیکسونه شامل دي. بشپړه مرکه واورئ.

  25. 26

    فعال ملک عاصم وايي د ښځو د حقونو لپاره کار کول له ننګونو ډک دی

    دا اونۍ مو په "مشال مرکه" کې د ښځو او بشري حقونو فعال ملک عاصم مېلمه کړی دی. نوموړي په ۱۹۹۰مه سيزه کې صحافت کاوه خو وروسته يې د بشري حقونو د فعال په توګه کار پيل کړ. هغه له تېرو دوو لسيزو راهيسي د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي غيرسرکاري ادارې "عورت فاونډېشن" سره کار کوي. عورت فاونډېشن له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي. ملک عاصم وايي، په پاکستان کې د تېرو وختونو پرتله د ښځو د حقونو په اړه بېداري زياته شوې ده او اوس خلک په دې اړه خبرې هم کوي. د ده په خبره د ښځو د حقونو په اړه قوانين موجود دي خو عمل نه ورباندې کېږي. بشپړه مرکه واورئ.

  26. 25

    حبیب طاهر: پاکستان کې د بشري حقونو مسله له نورو وختونه جدي شوې ده

    دا اونۍ مو په "مشال مرکه" کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د بلوچستان څانګې مشر حبيب طاهر اېډوکېټ مېلمه کړی دی. د نوموړي پلار د پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بوټو په دور کې د سېنېټ مرستيال مشر او وفاقي وزير پاتې شوی. نوموړی د بلوچستان له چاغي سره تعلق لري او وکالت هم کوي. حبيب طاهر وايي، په پاکستان کې د بشري حقونو مسله د پخوا پرتله جدي شوې ده. نوموړی زياتوي، که څه هم په پاکستان کې سياسي حکومت راغلي خو دې موضوع ته جدي پامرنه نه کوي. د نوموړي په خبره د بلوچستان ستونزې د پسماندګۍ په ختمولو او د حقونو په ورکولو سره ختمېدی شي. بشپړه مرکه واورئ.

  27. 24

    شير عالم شينواری وايي زده کوونکي بايد د پوښتني کولو صلاحيت ولری

    دا اونۍ مو په "مشال مرکه" کې شير عالم شينواری ميلمه کړی دی. نوموړی له تېرو ۳۴ کلونو راهيسې زدکړي ورکوي. شينواري ډيوشمېر کتابونه پښتو ته ژباړلي او د يو ښوونکي په توګه يې په تعليمي نظام کې ځينې نوښتونه معارفي کړي دي. نوموړی وايي، په پاکستان کې د زده کوونکو د تخليقي صلاحيتونو رابرسېره کولو لپاره کافي کار نه کېږي. د نوموړي په خبره، بايد پخوانی نصاب ختم شي او ماشومانو ته د سوال کولو صلاحيت ورکړل شي. بشپړه مرکه واورئ.

  28. 23

    عبدالله جان وايي قبايلي ضلعو کې د محرومۍ احساس ختمولو سره ډېرې ستونزې هوارېدای شي

    دا اوونۍ مو په "مشال مرکه" کې مشر خبريال عبدالله جان مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو ۳۵ کلونو راهيسي په پېښور کې خبريالي کوي. نوموړی وايي په پاکستان کې امنيتي حالات تر هغې پوري نه شي سمېدلای، تر څو چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره جدي خبرې اترې ونه شي. د ده په خبره دواړو هېوادونو ته پکار ده چې د اختلافاتو له مينځه وړلو لپاره مينځلاريتوب خپل کړي. عبدالله جان داراز وويل چې په قبايلي ضلعو کې د محرومۍ احساس ختمولو سره ډېرې ستونزې هوارېدای شي. بشپړه مرکه واورئ.

  29. 22

    ډاکتر احسان الله درمل د طب زده کوونکو لپاره یو مهم کتاب ژباړلی دی

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې ډاکتر احسان الله درمل مېلمه کړی دی. نوموړي د طب د زده کوونکو لپاره د فېزیالوژۍ یا د انساني وجود د افعالو پوهنې یو مهم کتاب په پښتو ژباړلی دی. درمل د پکتیا اوسېدونکی دی خو لومړنۍ زده کړې يې د کورمې په سده کې کړې دي. ډاکتر احسان درمل په جرمني کې مېشت دي او هلته په طب کې لوړې زده کړي ترلاسه کوي. ډاکتر درمل په پښتو ژبه شاعري هم کوي. بشپړه مرکه واورئ.

  30. 21

    ضیا الرحمان: پاکستان او ایران پخوا هم د ترهګرۍ ضد د ګډو هڅو ژمنه کړې خو نتیجه یې نه ده ورکړې

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې خبریال او شنونکی ضیا الرحمان مېلمه کړی دی. دی په کراچۍ کې اوسي او د پاکستان او له نړیوالو رسنیو سره کار کوي. ضیا الرحمان داراز پر امنیتي موضوع مقالې هم لیکي. دی وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې امنیتي حالات خراب شوي دي. ضیا الرحمان وايي پاکستان ته د ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي د وروستي سفر یوه موخه دا هم وه چې وښيي چې هېواد یې یوازې نه دی. دی البته وايي چې د دواړو هېوادونو چارواکو تر دې مخکې هم د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو هوکړې کړې دي، چې نتیجه یې نه ده ورکړې. بشپړه مرکه واورئ.

  31. 20

    محمد حسیب خان: د اب و هوا بدلون ستونزه هوارول ورځ تر بلې مشکلېږي

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې مدني فعال محمد حسيب خان مېلمه کړی دی. نوموړی د پېښور ښار د چاپېريال پاکولو او د اب و هوا (اقلیمي) بدلون د ناوړه اغېزو په اړه د پوهاوي پيدا کولو لپاره د پاک پېښور اتحاد (پشاور کلین الاينس) په نوم د ټولنې غړی دی. حسيب خان وايي، پېښور د ګلونو ښار وو خو اوس هغه شان پاتې نه دی او هلته د هوا ککړتيا څو چنده زياته شوې ده. د هغه په خبره، د اب و هوا بدلون د ستونزې هوارول د انسانانو له وسه وځي او د دې د مخنيوي لپاره د ولس مرستي ته اړتيا ده. بشپړه مرکه واورئ.

  32. 19

    مصدق عزيز وايي عدليې غيرجمهوري قوتونه ته اييني تحفظ ورکړی دی

    دا اوونۍ راسره په مشال مرکه کې د اسلام اباد های کورټ وکيل مصدق عزيز خټک مېلمه دی. مصدق خټک وايي، په پاکستان کې عدليه ډېری وخت غيرجمهوري قوتونو ته اييني تحفظ ورکوي. نوموړی وايي، عدلیې له پکار دي چې له ایین سره ودرېږي. هغه دا هم وویل چې د اسلام اباد های کورټ له پکار دي چې د شپږو ججانو لخوا د هغو دعوو په اړه چې په کې استخباراتي ادارې یې په کار کې په لاسوهنه تورنې کړي وي، داسي پرېکړه وکړي چې مثال جوړ شي. ده زیاته کړه چې له عدليي سره دا يوه ښه موقع ده چې د ادارو د کار چوکاټ معلوم کړي. بشپړه مرکه واورئ.

  33. 18

    فدا عدیل وايي وفاق باید د امنیت په برخه کې له خیبر پښتونخوا سره پوره مرسته وکړي

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې خبريال او شنونکی فدا عديل مېلمه کړی دی. نوموړی د خیبر پښتونخوا د بنو دی او له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې په پېښور کې خبریالي کوي. عدیل اوسمهال د میدان ورځپاڼې مدیر دی. دی وايي، د پاکستان د وفاق او خیبر پښتونخوا ترمینځ د وسایلو د پیسو د ورکړې موضوع لپاره جدي اقدامات په کار دي. دی وايي، اوسمهال د خیبر پښتونخوا تر ټولو لویه مسله امنیت ده چې د هواري لپاره ورسره وفاقي حکومت باید پوره مرسته وکړي. بشپړه مرکه واورئ.

  34. 17

    ډاکتر زاهد انور: قبایلي ضلعو کې سیاسي شعور زیات شوی دی

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې مشر ډاکټر زاهد انور مېلمه کړی دی. نوموړي له بېلابېلو هېوادونو څخه زده کړې کړې دي. ډاکتر انور وايي، د فبرورۍ اتمې انتخاباتو په پاکستان کې سیاسي ثبات ته لاره هواره کړې ده چې دا د جمهوري نظام خوندیتوب لپاره مهم دي. دی وايي، وفاقي او صوبايي حکومتونه باید یو بل وزغمي او په ګډه کار وکړي. ډاکتر انور وايي، په قبایلي ضلعو کې سیاسي شعور زیات شوی دی. بشپړه مرکه واورئ.

  35. 16

    محمد ریاض وايي پاکستان کې مفاهمتي سیاست کمزوری کېږي

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د خيبر پښتونخوا خبريال او شنونکی محمد رياض مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو درو لسيزو راهيسې د خبریال په توګه کار کوي او پر پاکستاني سیاست ژور نظر لري. دی وايي، په هېواد کې بیا اېتلافي حکومت جوړېږي خو اکثر داسې حکومتونه په سم ډول کار نه شي کولای. ریاض وايي، د فبرورۍ اتمې تر انتخاباتو وروسته په پاکستان کې مفاهمتي سیاست د کمزوري کېدو په حال کې دی. بشپړه مرکه واورئ.

  36. 15

    مسرت قديم وايي د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ډېرې پوښتنې زېږولې دي

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې په پاکستان کې د ټاکنو د څار ناحکومتي ادارې فري اېنډ فېېر الېکشن نېټورک (فافېن) مشره مسرت قديم مېلمنه کړی ده. نوموړی د هغې شبکې له بنسټګرو څخه ده. فافېن په پاکستان انتخاباتي او د پارلېمانې چارې څاري. مسرت قديم وايي چې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ډېرې پوښتنې زېږولې دي ځکه چې پر هغه ورځ د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ تړل شوی وو او د فافېن څارونکي هم د رایې اچونې ډېرو مرکزونو ته نه ول پرېښول شوي. له هغې سره ځانګړې مرکه واورئ.

  37. 14

    قريش خټک وايي انتخابات ښايي پاکستان کې سیاسي بې ثباتي ختمه کړي

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د سياسي چارو پوه قريش خټک مېلمه کړی دی. له نوموړي سره مو په پاکستان کې د افبرورۍ اتمې د انتخاباتو ترڅنګ پر جمهوري عمل، د ګوندونو رول او له دې سره تړلې موضوعات څېړلي دي. خټک وايي، د ۲۰۱۸ز کال تر انتخاباتو وروسته خلکو ته ښکاره شوه چې پوځ په سياست څومره مهم رول درلود. پوځ په بیا بیا په سیاسي چارو کې د مداخلې تور رد کړی دی. بشپړه خپرونه واورئ.

  38. 13

    خوشال زاده: بهر مېشتي پاکستانیان دا ځل هم رایه نه شي کارولای

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې مشر خوشال زاده مېلمه کړی دی. نوموړی وايي، د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره یې ټول انتظامات کړي دي او د نتیجو غونډولو له برېښنايي نظامه یې نیمګړتیاوې لیرې کړې دي. دی وايي، دا ځل هم بهر مېشتي پاکستانیان په انتخاباتو کې رایه نه شي کارولای. بشپړه مرکه واورئ.

  39. 12

    مسید وايي د امنیت ناسمه وضع انتخاباتي هلې ځلې اغېزمنوي

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې خبریال او څېړونکی احسان الله ټيپو مسيد مېلمه کړی دی. نوموړی د خراسان ډایرۍ په نوم د یوې رسنۍ د مدیرانو له ډلې دی. مسید له کلونو راهیسې د امنیتي حالاتو په اړه خبریالي او څېړنې کوي او له نړیوالو رسنیو سره یې هم کار کړی دی. دی وايي، اسلام اباد دا فکر کاوه چې ګواکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره به په پاکستان کې امنیت ښه شي، خو داسې و نه شول. مسید وايي چې په داسې حال کې چې انتخاباتو ته کمې ورځې پاتې دي، په خیبر پښتونخوا کې ناامنۍ اندېښنې پیدا کوي. بشپړه مرکه واورئ.

  40. 11

    سېنېټر همايون مومند وايي د ناامنۍ ختمولو لپاره له وسلوالو سره مذاکرات اړين دي

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې سېنېټر محمد همايون مومند مېلمه کړی دی. نوموړي له انګلستانه لوړې زده کړې ترلاسه کړې دي او له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې سياست کوي او اوسمهال د تحريک انصاف ګوند سېنېټر دی. مومند وايي، په هېواد کې د امنیت ټینګښټ لپاره له هغو وسلوالو سره خبرې په کار دي چې حکومتي عملداري مني. دی وايي، د ناامنۍ ختمولو یوازینۍ لاره مذاکرات دي. بشپړه مرکه واورئ.

  41. 10

    اکبر خان وايي پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت د پخوا پرتله زیات خراب شوی دی

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې غړی اکبر خان مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو دوو لسيزو راهيسې په پاکستان کې د بشري حقونو د فعال په توګه کار کوي. خان وايي، په پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت د نورو وختونو پرتله زيات خراب شوی دی. دی وايي، بايد ولس له خپلو اييني حقونو ځان خبر کړي او د خوندیتوب او ترلاسه کولو لپاره یې غږ پورته کړي. بشپړه مرکه واورئ.

  42. 9

    اصف ایوب: پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو چلولو پرېکړه ناسمه ده

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې د اسلام اباد های کورټ وکیل اصف ايوب مېلمه کړی دی. نوموړي له تېرو شپږو کلونو راهيسې په اسلام اباد کې وکالت کوي او د صوابۍ د يار حسين سیمې دی. ایوب وايي، په پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو چلولو اجازې ورکولو په اړه د سپریم کورټ پرېکړه ناسمه ده. د پاکستان د سترې محکمې یوې جرګګۍ د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې په پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو لغوه کولو په اړه خپله پخوانۍ پرېکړه وځنډوله چې د وکیلانو د ټولنو او ځینو سیاسي ګوندونو غبرګونونه یې وپارول. ایوب وايي، دا پرېکړه د عدلیې لپاره ښه مثال نه شي ثابتېدای. بشپړه خپرونه واورئ.

  43. 8

    خوشال زاده: د خیبر پښتونخوا له رجسټرډ ووټرانو څخه یې ۴۵ فیصده ځوانان دي

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د پاکستان د ټاکنو کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې مشر خوشال زاده مېلمه کړی دی. نوموړي له ۲۰۰۱ز کال راهيسي د ټاکنو کمېشن چارواکی په توګه کار کوي. موږ له هغه سره په داسې حال کې غږېدلي یو چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې عام انتخابات وشي. خوشال زاده وايي، په خيبر پښتونخوا کې د رجسټرډ ووټرانو شمېر شاوخوا دوه نيم کروړه دی چې ورڅخه یې ۴۵ سلنه ځوانان دي. دی پر ځوانانو ټینګار کوي چې خپل ووټ وکاروي ځکه چې دا یې اییني حق او مسوولیت دی. بشپړه مرکه واورئ.

  44. 7

    عرفان بابک وايي په قبايلي سيمو کې د ښځو پرضد د تشدد پېښي نه رپورټ کېږي

    دا اوونۍ مو په "مشال مرکه" کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکی عرفان حسېن بابک مېلمه کړی دی. نوموړی د "اوېکنينګ" يا "بيداري" په نامه د ادارې مشر دی. دا تنظيم د ښځو، لږکيو او نرښځيانو د حقونو لپاره له تېرو ۱۱ کلونو راهيسې په خيبر پښتونخوا کې کار کوي. عرفان بابک وايي، په خيبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه په قبايلي سيمو کې پرښځو د تشدد زياتې پېښي کېږي خو د ټولني د رواياتو له وجې نه رپورټ کېږي. د نوموړي په خبره په روان ۲۰۲۳ز کال کې په سوات کې ۳۰ ښځې وژل شوې دي چې د ناموس په نوم د وژنو نوم ورکړل شوی دی. بشپړه مرکه لاندې واورئ.

  45. 6

    شمس مومند وايي قبايلي سيمي له قدرتې زيرمو ډکې دی

    دا اوونۍ مو په "مشال مرکه" کې خبريال او ليکوال شمس مومند مېلمه کړی دی. نوموړي په ۹۰مه لسيزه کې صحافت پيل کړی وو. شمس مومند د اووه کتابونو ليکوال دی. د نوموړي وروستی کتاب د خيبر پښتونخوا د قدرتي وسايلو په اړه دی. مومند وايي، د پښتنو سيمه له قدرتې زېرمو ډکه ده خو له دې څخه ګټه نه پورته کېږي. دی وايي، په اردو ژبه د کتاب ليکلو مقصد د سيمې په اړه هغو خلکو ته رسېدل وو چې په دې خبره پوه شي او د دې لپاره غږ پورته کړي. بشپړه مرکه لاندې واورئ.

  46. 5

    سیف افغان هېواد ته تر ستنېدو وروسته کرکټ اکاډمي پرانیزي

    دا اوونۍ مو مشال مرکه د هغو افغان کډوالو ژوند او مشکلاتو ته ځانګړې کړې چې د پاکستان حکومت هېواد ته ستانه کړي دي. په نننۍ خپرونه کې مو له سیف افغان سره خبرې کړې دي. نوموړی په پاکستان کې زېږېدلی او هم هلته یې زده کړې کړې دي. دی وايي، د پاکستان حکومت یې د کورنۍ ۱۱ غړي پر اسنادو لرلو سربېره هېواد ته ستانه کړي دي. ۲۲ کلن سیف افغان وايي له پاکستانه د کډوالو ستنولو خواشینی کړی دی. دی زیاتوي چې په خپل هېواد کې د کرکټ اکاډمي پرانیزي. بشپړه مرکه واورئ.

  47. 4

    دارو خان اڅکزی: د پاکستان او افغانستان چارواکي دې سوداګري د سیاست لپاره نه قربانوي

    په مشال مرکه کې مو دا اوونۍ انجینر دارو خان اڅکزی مېلمه کړی دی. نوموړی د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې يا چيمبر اف کامرس پخوانی مشر دی او په بېلابېلو سوداګریزو سازمانونو کې یې کار کړی دی. اڅکزی وايي، په چمن کې خلکو د اربونو روپیو پانګونه کړې او له افغانستان سره سوداګري د سیمې د خلکو د ګټې یوازینۍ ذریعه ده. دی زیاتوي چې د پاکستان او افغانستان چارواکي باید سیاست او سوداګري له یو بل جلا وساتي او د خلکو ستونزې په پام کې ونیسي. بشپړه خپرونه واورئ.

  48. 3

    ډاکتر محمد عرفان الله وايي پښتانه نفسیاتي ستونزو ته زیات پام نه کوي

    دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې مو په پېښور کې د رواني یا نفسیاتي ناروغیو له متخصص ډاکتر محمد عرفان الله سره خبرې کړې دي. نوموړی له لسیزو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو روغتونونو کې کار کړی دی او اوسمهال په پېښور کې په نشه يي توکو د روږدو او په رواني ناروغیو د اخته کسانو د درملنې لپاره خپل شخصي روغتون چلوي. دی وايي، د پښتنو په ټولنه کې خلک رواني ناروغیو ته زیاته توجه نه ورکوي چې همدا د هغو رنځونو د زیاتوالي لامل دی. بشپړه مرکه واورئ.

  49. 2

    د خیبر پښتونخوا د انتخباتي کمېشن ویاند سهیل احمد وايي، خلک باید په ټولټاکنو کې برخه واخلي

    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا صوبې وياند سهيل احمد ميلمه کړی دی. نوموړي په صحافت کې لوړې زده کړې کړي او له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په خيبر پښتونخوا کې د ټاکنو د کمېشن د وياند په توګه کار کوي. سهيل احمد وايي، له تېرو هغو پرتله راتلونکي عام انتخابات به په هر لحاظ په ښه طريقه ترسره شي او د دې لپاره په ټولو اړخونو باندې کار روان دی. د ده په خبره که چیرې په قبايلي ضلعو کې په حلقه بنديو باندې د خلکو اعتراضات وي نو د اکتوبر اخرۍ اوونۍ پوري خپل اعتراضات کمېشن سره جمع کولي شي. ده زياته کړه چې بايد په انتخاباتو کې خلک خپلې رايي وکاروي او د جمهوري عمل په وده کې برخه واخلي.

  50. 1

    محمود جان بابر وايي په پاکستان کې له صحافته کاروبار جوړ شوی دی

    په "مشال مرکه" کې مو دا اوونۍ خبريال او شنونکی محمود جان بابر مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو ۲۵ کلونو راهيسي صحافت کوي او د خبريالانو د بېلا بېلو سازمانونو مشري يې هم کړې ده. نوموړی دا وخت په پېښور کې د سما ټېلېويژن بيورو چيف يا مشر دی. محمود جان بابر وايي، له تېرو څو کلونو راهيسي په پاکستان کې صحافت کول او بېطرفه پاتې کېدل ګران شوي دي. د ده په خبره، په موجوده حالاتو کې له صحافت څخه کاروبار جوړ شوی دی او هغه شان ازادي هم نه شته لکه پخوا چې وه. له نوموړي سره بشپړه مرکه لاندې اورېدلی شئ.

Type above to search every episode's transcript for a word or phrase. Matches are scoped to this podcast.

Searching…

We're indexing this podcast's transcripts for the first time — this can take a minute or two. We'll show results as soon as they're ready.

No matches for "" in this podcast's transcripts.

Showing of matches

No topics indexed yet for this podcast.

Loading reviews...

ABOUT THIS SHOW

د مشال مرکه اوونیزه خپرونه د مشال راډیو بېلا بېل خبریالان جوړوي. په خپرونه کې له یو کس سره د هغه یا هغې له شخصي ژونده واخله تر مسلکي ژوند او پر روانو چارو تفصیلي خبرې کېږي. خپرونه له ۲۶ نیولې تر ۲۷ دقیقو پورې وخت لري او پر راډیو او ووبپاڼې خپرېږي.

HOSTED BY

مشال راډیو

Produced by mashaalradio.com/ rferl.org

CATEGORIES

Frequently Asked Questions

How many episodes does د مشال مرکه have?

د مشال مرکه currently has 50 episodes available on PodParley. New episodes are automatically indexed when they're published to the podcast feed.

What is د مشال مرکه about?

د مشال مرکه اوونیزه خپرونه د مشال راډیو بېلا بېل خبریالان جوړوي. په خپرونه کې له یو کس سره د هغه یا هغې له شخصي ژونده واخله تر مسلکي ژوند او پر روانو چارو تفصیلي خبرې کېږي. خپرونه له ۲۶ نیولې تر ۲۷ دقیقو پورې وخت لري او پر راډیو او ووبپاڼې خپرېږي.

How often does د مشال مرکه release new episodes?

د مشال مرکه has 50 episodes. Check the episode list to see recent publication dates and frequency.

Where can I listen to د مشال مرکه?

You can listen to د مشال مرکه on PodParley by clicking any episode. We provide an embedded audio player for direct listening, and you can also subscribe via your preferred podcast app using the RSS feed.

Who hosts د مشال مرکه?

د مشال مرکه is created and hosted by مشال راډیو.
URL copied to clipboard!