PODCAST · health
صحت
by Pashto Radio
A health/medical series of 28 programs explains subjects such as common diseases, teaches hygienic practices and provides vital information on women health issues, including pregnancy and childbirth.
-
28
Drug Abuse
یو خاوند اکثراً غایب وي، خپلې ښځې ته دروغ وایي، او زیاتره وختونه په غوصه کیږي. دوی د خوراک لپاره پیسې نه لري، او ښځې دې ته پام کېږي چې د هغې د سرو زرو کړۍ ورکه شوې ده. هغه د روغتیایی کارکونکي سره خبرې کوي، چې د خپل خاوند سره د هغه د نشو په حقله د خبرو کولو د څرنګوالي په اړه ښه مشوره ورکړي. هغه له خپل خاوند سره خبرې کوي او خاوند يې مني چې ستونزه لري او د بیارغونې پروګرام ته ځي او په پای کې نشه یا د مخدره موادو کارول بندوي. یوچا سره د خپلې لانجې په هکله خبرې وکړئ نشه والا کس باید په خپلې ستونږې اقرار وکړي نشه يي ته پکار ده چې نشه په بشپړه توګه ختمه کړي
-
27
Smoking
یو خاوند چې د لسو کلونو راهيسې سګرټ څکوي غواړي هغه پریږدي، نو د روغتیا کارکونکي سره خبرې کوي. هغه زده کوي چې سګرټ د روږدي کوونکي نیکوتین او ډیر نور ضررناکه کیمیاوي توکي لري چې د سږو سرطان (کینسر)، د زړه ناروغۍ، تنفسي ستونزې او ډیری نور سرطانونه رامینځته کوي. غیر فعاله سګرټ څکول یا د نورو خلکو په مینځ کې سګرټ څکول هم کېدای شي په دې خلکو باندې اغیزه وکړي. سړی خپله پرېکړه کوي، خپل مضر او قیمتي عادت ماتوي، او په بشپړه توګه څکول پریږدي، او د کورنۍ ماحول کې صحي او صفا ژوند غوره کوي. نیکوتین سړی معتاد کوي سګرت څکول د سرطان (کینسر) بیماري منځته راوړي پرېکړه وکړي چې څکول بند کړئ
-
26
Family Planning
زمونږ د تېرو پروګرامونو دا ښځه او خاوند اوس درې ماشومان لري. اوس دوی غوښتل چې د نورو ماشومانو د پیدا کولو نه وړاندې انتظار وکړي ترڅو دوی دواړه زیاته زده کړه ترلاسه کړي. قابله ورزده کوي چې په امیدواره ښځو کې نیمايي مړینه د امیندوارۍ او زیږون په وجه دی: لکه ډیر ژر ولادت (زېږون)، ډیر ناوخته ولادت، ډیر نږدې ولادت، یا ډیر زیات ولادت. نو خاوند او ښځه پریکړه کوي چې د خانداني منصوبه بندۍ آپشنونه (غوراوۍ) وګوري. خاندانی منصوبه بندي یو ښه نظر دی دا غوره ده چې د لږو ماشومانو ښه خیال وساتئ خانداني منصوبه بندي د خاوند او ښځې خوښه ده
-
25
-
24
Miscarriage
ښځه بیا امیندواره شوه، مګر دوه میاشتې وروسته يې وینه بهیدل پیل شول او سخت درد او څریکه یې درلوده. قابلې ومنله چې د ښځې ماشوم ضایع شوی دی. خاوند او ښځه دواړه ډېر غمجن شول، خو قابله راغله او د دوی سره يط مدد وکړ او هغوی یې دلاسا کړل. څو میاشتې وروسته ښځه یو وار بیا امیدواره شوه او ډېر ژر یې روغ هلک پیدا کړ. شل سلنه امیندوارۍ په ضایع یا نقصان پای ته رسیږي احساساتي درد او غم عام دی مور ملامته نه ده
-
23
Breast Feeding
د مور پۍ د ماشوم لپاره غوره خواړه دي ځکه چې مور د ناروغیو په وړاندې خپل معافیت ماشوم ته لیږدوي. پۍ وړیا، صفا او په سمه تودوخه کې دي. د لومړیو دوو ورځو لپاره، یوازې کولستروم جوړیږي، کوم چې د ماشوم لپاره خورا مهم خواړه دي، بیا پۍ راځي. ماشوم ته د زېږون څخه وروسته سمدلاسه د پیو خواړه ورکول شروع کړئ او هر دوه، درې ساعته وروسته ورته پۍ ورکوئ. له څلورو تر شپږو میاشتو وروسته ورته نور خواړه هم ورکولای شي، خو تر دوه کلنۍ پورې ماشوم ته د مور پۍ ورکول ضروري وي. د تي پۍ ورکړئ نه د بوتل پۍ د ډیرو شیدو جوړولو لپاره، زیاتره وختونه د مور د پیو ورکول ضروري دي تر دوو کالو پورې د مور پۍ ورکړئ
-
22
Problems During Pregnancy
هغه د خپلو معایناتو لپاره ځي، او اوس د شپږو میاشتو امیندواره ده، هغه احساس کوي چې ماشوم يې لغتې وهي. زړه بدي يې له منځه تللی، خو پښې یې پړسېدلې او ملا یې نوره هم درد کوي. هغه د خپلو پښو په وریدونو کې پړسوب او برېښ لري. هغه د معدې د تیزابیت ستونزه هم لري. قابله هغې ته لارښوونه کوي چې څنګه د دې ټولو ستونزو څخه ځان خلاص کړي، هغه خپلې پښې باید له ځمکې څخه پورته وساتي، ورته چاپي یا ماساژ ورکړي، او یو څه ساده ګولۍ ګانې ورکوي. کله چې ماشوم وده کوي نو په بدن کې بدلون راځي آرام وکړئ او خپلې پښې پورته ونيسئ! خپلې پښې او ملا ماساژ (چاپي) کړئ
-
21
Prenatal Care
امیندواره ښځه دوه میاشتې وروسته د خپلې لومړنۍ معاینې لپاره راځي. هغه لا هم زړه بدوالی لري، هغه د خوب څخه وړاندې ډوډۍ یا ساده وريجې اخلي، او پاراسیټامول د هغې د ملا درد سره مدد کوي. هغه اوس په ورځ کې پنځه یا شپږ ځله لږ شانتې خوراک کوي. قابله هغې ته د اوسپنې ګولۍ ورکوي او د تیتانوس د انجکشنونو د لړۍ څخه لومړی انجیکشن ورته کوي، د هغې د وینې فشار هم معاینه کوي او ډاډ ترلاسه کوي چې د انیمیا نښې د هغې په وجود کې شتون نلري. د امیدوارۍ په دوران کې معاینات (چیک اپ) ډېر مهم دی د قابلې مشورې تعقیب کړئ په دې پوه شئ چې ستاسو بدن څنګه بدلیږي
-
20
Being Healthy During Pregnancy
یوه ښځه پوهیږي چې هغه امیندواره ده او د مشورې لپاره خپلې انګور ته چې هغه قابله ده، ورځي. هغې اوریدلي چې هغه باید ښه خواړه وخوري: لکه پروټینونه، ویټامینونه او منرالونه، په ځانګړې توګه اوسپنه لرونکي خواړه؛ هغې ته د خواړو لیست ورکول کیږي کوم چې هغه يې باید وخوري. همدا شان، هغه کولای شي ملټي ویټامینونه او فولیک اسید واخلي. هغه کولای شي کار وکړي مګر زیاتره وختونه باید آرام وکړي. هغه باید د امیندوارۍ په جریان کې لږترلږه درې ځله مډیکل ټستس (طبي معاینات) ولري. یوه امیدواره ښځه باید د خپل ځان او د خپل بدن خیال وساتي هغه ښه خوراک ته اړتیا لري هغه باید په خوړو کې آیوډین لرونکي مالګه وکاروي
-
19
Eczema
یو څلور کلن ماشوم په خپل څنګل او زنګنو شاته خارښ درلود. یو روغتیايي کارکونکی د هغه مور ته وویل: دا معلومه کړه چې ښايي دا بیماري د کوم حساسیت یا الرجۍ په وجه ده، نو بیا ماشوم په اوونۍ کې دوه ځله په هغه اوبو کې پرېمنځه چې صابون ونه لري، بیا هغه ځایونه په واسلینو باندې غوړ کړه. که چېرې دا کار ګټه ونه کړه، د ۱٪ هایدروکورتیزین کریم وکاروه، د ګوتو نوکان یې لنډ کړئ او د یو یخ شي سره د خارښ ځایونو ته فشار ورکړه. اکزیما د بدن په مختلفو برخو کې پیدا کېږي الرجی (حساسیت) کولای شي د خارښ لامل شي واسلین د خارش ځایونه آراموي
-
18
Scabies
یو لس کلن ماشوم د خپل روغتیایی کارکونکي څخه د خپل په بدن او لاسونو کې د سخت خارښ او سور رنګه پړسوب په اړه پوښتنه کوي. هغه ته ویل کیږي چې هغه خارښ لري، او دا د هغو کوچنیو حشرو (سپږو) په وجه ده چې د پوستکي لاندې ځای نیسي او هلته هګۍ اچوي او وده کوي. د خارښ بیماري د اخته کسانو د جامو او بسترونو سره د تماس له امله رامنځته کیږي. درملنه یې کریمونه او مایعات دي. ټوله کورنۍ باید د څلورویشتو ساعتونو لپاره په خپل بدن باندې کریم وسولوي او بیا یې ومینځي. که چېرې دا کار ګټه ونه کړه، هغه اووه ورځې وروسته بیا تکرار کړئ. همدا شان جامې او بسترونه هم ووینځئ. خارښ د ډېرو کوچنیو حشراتو په وجه منځته راځي ټول بدن په کریمو باندې غوړ کړئ او بیايې ومیځئ اووه ورځې وروسته دا کار بیا تکرار کړئ
-
17
Fever
تبه که چیرې د هغې درملنه ونشي خطرناکه کیدی شي او د راز راز نورو بیماریو لامل کېږي، پشمول د سینه بغل او لړزه یا حمله، په ځانګړي توګه په وړو ماشومانو کې چې هغوی باید په داسې حالت کښې ونه وتړل شي، او پرېږدئ چې د ماشوم بدن یخ شي. پاراسیټامول تبه هم کموي او د سر درد په څیر دردونه هم کموي. دوی ته باید ډیر مایعات ورکړل شي، او که د سینه بغل بیماري پکښې تشخیص شي، نو انټي بیوټیکونه ورکړل شي. په تبه اخته ماشومان په اوړنى کې مه تاووئ که تبه دوامداره شي نو کلینیک ته ورشئ بیمار ته ډیر مایعات او پاراسیټامول ورکړئ، خو اسپرین مه ورکوئ
-
16
Taking Care of the Sick
بیماران په چټکۍ سره د بدن مایعات له لاسه ورکوي او باید زیاتره وختونه ورته څښاک ورکړل شي، او د بورې (چیني) او مالګې محلول د سختو پیښو لپاره ښه دي. په لږ مقدار کې قوي خواړه چې ډیری وختونه بیمار ته ورکول کیږي د ځواک د رامینځته کولو لپاره هم ښه دي. پرېږدئ چې بیمار ښه آرام وکړي او د تبه لرونکیو بیمارانو باندې د پټولو دپاره څه مه اچوئ. هڅه وکړئ چې ناروغان هره ورځ ولامبي یا ځان پرېمنځي او د هغه دستمال یا تولیه پاکه وساتئ. بیماران دوامداره خیال ساتنې او عملي پاملرنې ته اړتیا لري بیمارانو ته زیات خواړه او مایعات ورکړئ بیمار کسان راحته او صفا وساتئ
-
15
Measles
یو کوچنی ماشوم ټوخیږي او تبه لري، د هغې په ژبه داغونه پیدا کیږي او په بدن کې يې سور رنګي خالونه خېږي، بیا د سینه بغل سره پیچلتیا لري، او مړ کیږي. د شري ناروغي کېدای شي قابو شي که چیرې ماشومان واکسین شي. که لوی ماشومان په ناروغۍ اخته شي، دوی باید د لسو ورځو لپاره جلا شي، آرام وکړي، مایعات وڅښي، ښه خواړه او ویټامین A وخوري او د تبې لپاره ورته پاراستامول ورکړل شي. شری ډیره ساري یا لېږدوونکې بیماري ده په نهو میاشتو کې د شري واکسین وکړئ شری یو له پنځو غوره وژونکو بیماریو څخه دی
-
14
Malaria
یو ځوان هلک د سر درد او سخته تبه لري او ویل کیږي چې هغه ملاریا ده. دا د وینې یو ډول انتاني بیماري ده چې د پرازیتونو له امله چې د میاشو لخوا لیږدول کیږي، منځ ته راځي. بیمار ته کلوروکین او پاراسیټامول ورکول کیږي او ورته ویل کیږي چې ډیر مایعات وڅښي. میاشې لکه د کندې په څیر په ولاړو اوبو کې هګۍ اچوي او وده کوي، او دا کندې کیدای شي ډکې شي. همدارنګه، د میاشو جالونه په بسترونو کې کارول کیدی شي. تېزه تبه د ملاریا نښه ده میاشې په سهار او ماښام کې چیچل کوي که چېرې امکان ولري د ولاړو اوبو څخه ځانونه خلاص کړئ
-
13
Typhoid Fever
یوه ځوانه ښځه د سر درد، ټوخی او د ستوني درد لري، او تبه یې ډیره لوړه ده، سره له دې چې هغه هروخت مایعات څښي. روغتیایی کارکونکي وویل چې د هغې بیماري ټایفایډ ده چې د کولمو د انفیکشن په وجه ده چې په خواړو یا اوبو کې د هغو جراسیمو له امله رامینځته شوی چې په غایطه موادو باندې ککړ شوي دي. د څښاک اوبه باید وخوټول شي یا آیوډین په کې واچول شي او تشنابونه یا لیټرینونه باید په سمه توګه وکارول شي. د ټایفایډ درملنه د انټي بیوټیکونو په واسطه کیږي. لوړه یا تیزه تبه کېدای خطرناکه وي د ټایفاید درملنه د انټي بیوټیکونو سره وکړئ پاکې اوبه وڅښئ او صفا خواړه وخورئ
-
12
Rabies
یو کوڅه ډب سپی یو کوچنی هلک چیچي او مور یې د هغه زخم پاکوي او هغه خلاص پریږدي. په عین وخت کې د هغې خاوند سپي نیسی، چې لس ورځې به په پنجره کې قید وي. هلک په دې وروستیو کې د تیتانوس انجیکشن (پېچکاري) اخیستې وه، اوس ورته انټي بیوټیکونه ورکړل شوي دي، او که چیرې حیوان لیونۍ شي، هلک به سمدستي د لیوني سپي انجکشنونو د اخیستلو لپاره واستول شي. د لیوني سپي بیماري، کله چې نښې يې څرګندې شي نو د درملنې وړ نه دی حیوان جلا کړئ، او که چېرې مړ شي ښخ یې کړئ که د چیچلو په اړه ډاډه نه یئ، بیمار ته د لیوني سپي انجیکشنونه ولګوئ
-
11
Tuberculosis (TB)
نیکه د دوو میاشتو راهيسې ټوخېږي او خپل وزن یې له لاسه ورکړی دی. له معایناتو وروسته پته ولګېده چې هغه نری رنځ (TB) لري چې د جراسیم له امله رامنځته کیږي، چې په عام ډول سږي په نښه کوي. دا ناروغي اوږدمهاله او ساري ده، نو ټوله کورنۍ د پوستکي ازموینې ته اړتیا لري. همدارنګه، نیکه تر هغې پورې چې ټوخی یې نه وي ښه شوی له کورنۍ څخه جلا شوی دی. د نري رنځ درملنه په وړومبني پړاوونو کې د څلور ډوله انټي بیوټیکونو له لارې کیدای شي. TB یوه خطرناکه بیماري ده چې کیدای شي وژونکې وي سمه ازموینه او درملنه اړینه ده بیمار تر هغې پورې چې ټوخېږي هغه جلا کړئ
-
10
Vitamin A Deficiency
یو کوچنی ماشوم وايي چې هغه نشي کولای د شپې له خوا بهر څه شی وویني، په داسې حال کې چې نور ماشومان دا کار کولای شي. د هغه د سترګو په سپینو کې هم لکې او خړ داغونه دي. یو درمل جوړونکی د هغه ماشوم مور ته وایي چې دا د ویټامین A د کموالي نښه ده او ماشوم باید پالک، گازرې، پۍ، هګۍ او ځیګر وخوري. هغه باید د ویټامین A ګولۍ هم واخلي. دا کمښت د نورو ناروغیو لکه شري یا اسهال له امله هم کیدی شي رامنځ ته شي. د ویټامین A کمښت د سترګو لپاره خطرناک دی د ماشومانو سترګې په با قاعده ډول معاینه کړئ مناسب خواړه او د ویټامین A ګولۍ د دې کموالي درملنه کوي
-
9
Acid Reflux, Indigestion/Heartburn
یو سړی چې په معده کې درد او زړه سوزیدنه لري د روغتیا کارکونکي سره خبرې کوي او ورته پته لږي چې هغه د معدې لوړ تیزاب او بدهضمي لري چې معده یې ډیر تیزاب جوړوي. د دې لاملونه غوړ، وازده یا مساله لرونکي خواړه، روحي فشارونه (سترس)، او سګرټ څکل دي. هغه کولای شي د دې خواړو څخه ډډه وکړي او پر ځمکه باندې پرېوځي او د خپل بدن پورتنۍ برخه ښکته بورته کړي او د روحي فشارونو مخنیوی زده کړي. اسپرین یا بروفین د دې بیمارۍ لپاره ګټور ندي روحي فشارونه او سګړت څکل دا بیماري نوره هم زیاتوي د نورو خوراکونو د خوړلو لپاره خپل ځان عادت کړئ
-
8
Poisons
یو کوچنی ماشوم د یو ډک بوتل ټولې ګولۍ ګانې تېرې کړې. نو مور يې د هغه په ستوني کې د ګوتې په ننوېستلو سره هغه اړ کړ چې کانګې وکړي. ماشوم ګولۍ ګانې وګرځولې او روغ شو. د نورو زهري موادو لکه پټرول، کیروسین او تیزاب په خوړلو سره باید سړی ته ډیرې اوبه ورکړل شی. دارو درمل او زهرونه د ماشومانو څخه لیرې یا په لوړو الماریو کې وساتئ. د زهرونو لپاره ګولۍ ګانې ورکړل شي مشوره وغواړئ او په جلتۍ (تېزۍ) سره عمل وکړئ زهري شیان د ماشومانو له لاسرسي څخه لېرې وساتئ
-
7
Tooth Cavities And Abscesses
یوه ځوانه ښځه دا زده کړي دي چې د غاښونو د نه صفاکولو په وجه یې په غاښ کې یو سوړی پیدا شوی دی چې اوری يې پړسېدلی دی او ډېر درد کوي، چې دا د غاښونو سخت اینفکشن دی. کوچني سوړي ډک کیدی شي، مګر که د درملنې پرته د اوږدې مودې لپاره همداسې پاتې شي، غاښ به له منځه لاړ شي او باید ووېستل شي. ښه دا ده چې خپل غاښونه په منظم ډول صفا کړئ او خواږه خواړه مه خورئ. چینجن غاښونه د انفیکشن ځاله دی جراثیم غاښونه چینجن کوي، بیا چینجن غاښونه سوړي کېږي
-
6
Hygiene
یوه ټوله کورنۍ اسهال کېږي، او یو ګاونډی تشریح کوي چې دا د جراسیمو (میکروبو) په وجه دی چې د انفیکشن (لېږدوونکې ناروغۍ) لامل کیږي. هغه دوی ته مشوره ورکوي چې لاندني ټول کارونه ترسره کړي. خپل لاسونه د کولمو د تشولو وروسته او د خواړو نه وړاندې ومینځئ. ډېر زیات ولامبي یا شاور واخلئ. هرڅوک یو باټروم وکاروي. د هر حیوان یا انسان غایطه مواد (غول) پاک کړئ، په هر ځای کې چې وي. حيوانات د ماشومانو څخه لرې وساتئ. یوازې خوټېدلې اوبه چې یخې شوي وي، وڅښئ او ښه صفا خواړه وخورئ. حشرې د خوړو څخه لېرې کړئ. غوښه ښه پخه کړئ. او پاتې شوي خواړه مه خورئ. همیشه صفايي وکړئ او د ناروغۍ څخه مخنیوی وکړئ د لاسونو او بدن مینځل جراسیم وژني د تشناب (باټروم) کارول باید ضروري وي
-
5
Burns
دا هغه ډرامه ده چې د کلي یو لوی ماشوم په ناڅاپه توګه سوزي. یو کاکا درې ښې مشورې ورکوي: سوزیدلې ځای په یخو اوبو کې ونیسئ، حولې ونه چوئ، د پاک ټوکر نه بنداژ جوړ کړئ او په سوزېدلي ځای کې انټي بیوټیک کریم وسولوئ. بنداژ په نرمۍ سره وتړئ او هره ورځ یې بدل کړئ. سوزېدلی ځای په چټکۍ سره د یخو اوبو لاندې ونیسئ د سختې سوزیدنې درملنه باید په روغتون (هسپتال) کې وشي سوزیدنه کولای شي خلکو ته لوی نقصان ورسوي
-
4
Dental Hygiene
د یو کلي په کورني ماحول کې، د غاښونو یو ډاکتر مشوره ورکوي چې د خوږو خوراک او څښاک د خوړلو څخه ډډه وکړي. په یاد ولرئ چې په ورځ کې دوه ځله خپل غاښونه برش کړئ. د غاښونو تر مینځ پاک کړئ. که امکان ولري فلورایډ وکاروئ. وړو ماشومانو ته د بوتلي پیو پرځای د مور پۍ ورکړئ. د خپلو غاښونو خیال وساتئ د غاښونو مینځونه په ښه توګه پاک او برش کړئ له بورې (چيني)، خوږو خوړو او شربتونو څخه ډډه وکړئ
-
3
-
2
Worms
په کورنۍ کې واړه ماشومان د خېټې پړسوب او د معدې دردونه لري او د چینجيو په ناروغۍ اخته دي. یو دوکاندار چې د طبي کتاب څخه معلومات شریکوي، دا تشریح کوي چې څنګه خلک چینجي پیدا کوي او څنګه د انتاناتو (ساري یا لېږدوونکو نارغیو) مخه نیول کېږي. ساده علاجونه او د میبینډازول د استعمال څرنګوالی، کوم چې د چینجیو د ډېرو ډولونو درملنه کوي، تشریح شوي دي. چینجي د مردارو خاورو یا ډکو میتیازو څخه پیدا کېږي تشناب (باټروم) په سمه توګه استعمال کړئ صفايي او ښه حفظ الصحه ډیره مرسته کوي
-
1
Diarrhea
یو کلن ماشوم په دوامداره توګه اوبه لرونکي ډکې میتیازې لري چې پدې معنی چې هغه د خپل بدن مایعات (اوبه) له لاسه ورکوي، او هغه د ډیهایډریشن خطر سره مخ دی. مور ته مشوره دا ده چې زیاتره هغه په خپلو شیدو باندې تغذیه کړي، ماشوم او هغه خواړه چې هغه یې خوري پاک وساتئ، او ماشوم ته ساده مخلوط ورکړئ ترڅو د هغه ضایع شوي مایعات او مغذي خواړه بیرته برحاله شي. د هرچا او د ماشوم شاوخوا هر څه پاک ساتل هم مهم دي، خپل لاسونه په باقاعده توګه پرېمنځئ. په وړو ماشومانو کې د اوبو لرونکی ډکې میتیازې یوه معمولي خبره ده د مایعاتو او مغذي خوړو ورکول خورا مهم دي همیشه پاک اوسېدل تمرین کړئ
We're indexing this podcast's transcripts for the first time — this can take a minute or two. We'll show results as soon as they're ready.
No matches for "" in this podcast's transcripts.
No topics indexed yet for this podcast.
Loading reviews...
Loading similar podcasts...