د بنو پرلتوال وايي د امنیت تر ټینګښته احتجاج ته دوام ورکوي episode artwork

EPISODE · Jul 24, 2024 · 51 MIN

د بنو پرلتوال وايي د امنیت تر ټینګښته احتجاج ته دوام ورکوي

from د کرښې پر غاړه · host شاهین بونیری

د بنو د پرلت مشران وايي حکومت ته یې خپلې ۱۲ غوښتنې وړاندې کړې دي او هیله من دي چې پوره شي. دوی پر داسې مهال د خیبر پښتونخوا له اعلاوزیر علي امین ګنډه پور سره لیدلي دي چې تېره اونۍ په بنو کې د لاریون پر مهال د ډزو تر پېښې وروسته په سیمه کې ناکراري ده او صوبايي حکومت د جولای پر ۲۵مه د لوړپوړو ملکي او امنیتي چارواکو یا اپېکس کمېټۍ غونډه ورغوښتې ده. د بنو پرلتوال وايي چې له حکومته یې په سیمه کې د امنیت، د عزم استحکام په نوم د عملیاتو نه کولو، د وسلوالو ډلو ترمینځ د توپیر نه کولو، پولیسو ته د عامه نظم ساتلو واک سپارلو او پر کورونو د پوځ د چاپو درولو په ګډون ۱۲ غوښتنې کړې دي. دوی وايي، د امنیت تر ټینګښته خپل احتجاج ته دوام ورکوي. په سیمه کې له پوځي چاوڼۍ سره نېږدې احتجاجي ناسته د جولای پر ۱۹مه د ناامنۍ پر ضد د پراخ لاریون پر مهال د ډزو په پېښه کې د یوشمېر کسانو تر مرګژوبلې وروسته پیل شو. پرلتوال تور پورې کوي چې امنیتي ځواکونو پر هغه ورځ په چاوڼۍ کې پر لاریونوالو ډزې وکړې. خو د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف د جولای پر ۲۲مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته ویلي ول چې مظاهرچیانو د امنیتي ځواکونو پرضد په نعرو وهلو او په کاڼو ویشتلو سرتېري پارولي ول. ده وویل، پوځیانو له لارښوونو سره سم هغوی ته ځواب ووایه. شریف دا هم ویلي ول چې عزم استحکام عملیات اړین دي او زیاته یې کړه چې پوځ په وسلوالو ډلو کې هېڅ توپیر نه کوي. اخوا د خیبر پښتونخوا حکومت د ډزو د پېښې د پلټنو اعلان کړی دی. دا موضوع مو د کرښې پر غاړه خپرونه کې څېړلې ده چې دلته یې اورېدای شئ.

NOW PLAYING

د بنو پرلتوال وايي د امنیت تر ټینګښته احتجاج ته دوام ورکوي

0:00 51:03

No transcript for this episode yet

We transcribe on demand. Request one and we'll notify you when it's ready — usually under 10 minutes.

No similar episodes found.

No similar podcasts found.

Frequently Asked Questions

How long is this episode of د کرښې پر غاړه?

This episode is 51 minutes long.

When was this د کرښې پر غاړه episode published?

This episode was published on July 24, 2024.

What is this episode about?

د بنو د پرلت مشران وايي حکومت ته یې خپلې ۱۲ غوښتنې وړاندې کړې دي او هیله من دي چې پوره شي. دوی پر داسې مهال د خیبر پښتونخوا له اعلاوزیر علي امین ګنډه پور سره لیدلي دي چې تېره اونۍ په بنو کې د لاریون پر مهال د ډزو تر پېښې وروسته په سیمه کې ناکراري ده...

Can I download this د کرښې پر غاړه episode?

Yes, you can download this episode by clicking the download button on the episode player, or subscribe to the podcast in your preferred podcast app for automatic downloads.
URL copied to clipboard!